تور لنډ کروزر موټر د لارې منځ کې ودرید لاره بنده وه. نور موټر هم ولاړ و، خو لوستي سوالګر ماشوم همدې موټر ته مخه کړه، ښايي په زړه کې به یې راتېر شوي وي چې شتمن دی، څو روپۍ به ورکړې.
په وړو خېرنو لاسونو یې د موټر پاکه ښېښه وټکوله په خواره خوله یې ورته وویل وږی یم ډوډۍ غواړم، چاغ سړي ورته راوکتل د هغه پروا یې و نه کړه، مخ یې واړوه موټر څو ګامه ولاړه، لاره بنده وه، هلک بیا ښېښه په نوک ووهله،په مخه سېټ کې سړي لوی سر واړوه خو هلک ټینګ وو، بیا یې ښېښه په نوک ووهله سړي ورته راوکتل غصه شو، سترګې یې برګې کړې، په ډډ غږ یې ماشوم ته وویل، ځه ولاړ شه دلته خو نانوايي نه ده.
ماشوم ناهلی شو، شونډې یې وچې وې، لاس یې د موټر په لور اوږد پاتې شو، موټر روان شو په ناهیلو سترګو یې ورپسې کتل، د موټر د شا جمله یې ولوسته په تور رنګ په سپینه ښېښه لیکل شوي وو موږ امن غواړو!
