ماشومې نجلۍ میلمه ته وویل: غواړې چې زما نانځکې وګورې؟

میلمه په مینه ځواب ورکړ: هو

د نجلۍ په نانځکو کې ډيرې ښکلې ښکلې نانځکې وې. میلمه پوښتنه وکړه: کومه یوه نانځکه دې ډيره خوښه ده؟

هغه فکر کاوه چې نجلۍ به یوه ښکلې نانځکه خوښه کړي. خو په حیرانتیا یې ولیدل چې نجلۍ یوه په لاس جوړه شوې نانځکه چې شلیدلې او جنډې جنډې ښکاریده، خوښه کړه او وویل: دا مې خوښه ده.

میلمه وویل : مګر دا خو دومره ښایسته نه ده.

نجلۍ په بې حوصله ګۍ وویل: خو که په ما هم ګرانه نه وي نو بل هیڅ څوک نه لري چې له هغې سره لوبې وکړي، او مینه ورکړي، بیا یې زړه ماتیږي!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *