نا هيلي له منځه تلونکې نه ده

ژباړن : احمدضیأ فضلي

زموږ او تاسو له ټولو هلو ځلو سره سره بیا هم ناهيلي په پنځيزه او ساده ډول له ژوند سره نه شلېدونکې اړيکې لري. بنیامین فرانکلین ویلي: مرګ او شتمني یوازیني څيزونه دي، چې حتمي دي که څه هم څېړنو ښودلې، چې ناهیلي هم همدا شان ده.
که هر څومره په ښه ډول مو ژوند جوړ کړئ او منظم کړئ هم وي، نو ماتې، وېرې او ناهيلۍ به مو هم په هماغه کچه ازمویلې وي او که هر څومره لوړې موخې او ګواښونه د ځان لپاره ترسیم کړي وي، نو غټ او پياوړي خنډونو او ناهيلۍ به هم لمس کړئ او ورسره مخ به شئ.
موږ هېڅ وخت نشو کولای له خپلو ټولو وړتیاوو او تکړه توبونو څخه په پوره ډول ګټه واخلو تر څو مو، چې ماتې نه وي ازمویلې او د ځان لپاره مو یو درس نه وي ترې اخستئ.
د ژوند ټول لوړ او اړین درسونه د همدغو لنډ مهاله ماتو څخه په لاس راځي، چې ازمویلې مو دي، نو له دې کبله د ټولو هلو ځلو سره سره ماتې او ناکامۍ یو اړین او ضروري امر دی او خلاصون ترې نشته.
د دغه ډول ازمویښتونو او تجربو پرته نشو کولای هغه کس له ځانه جوړ کړو، چې د لوړو موخو د فتحه کولو وړتیا لري. لومړنۍ او دوهمه ماته زموږ په کړنو او کار کې د یو درس په توګه ځان ښکاره کوي او د خپلو موخو او پرمختګونو لپاره مو دې ته اړ کوي تر څو په یو پیاوړي هوډ او ارادې سره خپلو بریاوو ته ځان ورسوو.
په نړۍ که به هېڅ داسې څوک ونه موندئ، چې هغه دې پرته له کومې ماتې یا ناهيلۍ څخه خپلو موخو او بریاوو ته رسېدلي وي، بلکې پرمختګ او بریا په همدې ماتو کې پټه ده، چې ازمویل یې د بریا او پرمختګ لامل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *