ناور تعلیمي مرکز مسئولین وایې: دسولې ضد مرموزې کړۍ مو ګواښي

ناپیژاندو کسانو د جولای په پنځه ویشتمه شپه مهال د کابل ښار په زړه کې د ناور مشورتي تعلیمی مرکز پر دفتر برید کړئ او دغه دفتر یې لوټلای دی.

ددې باوجود چې د کابل پوهنتون او کاروان خصوصي پوهنتون څیرمه دغه دفتر په خورا امن ساحه کې دی، خو بیا هم دغه پیښه ځینو اشخصاصو ته د خطر زنګ کیدلای شي.

ناور مشورتي تعلیمي مرکز له ۲۰۱۰ کال راهیسې د افغانستان په نا امنه سیمو کې د سولې، مشورتي جرګو، عدم تشدد او له جنګ څخه سولییز ژوند ته دځوانانو د راستنولو په برخه کې فعالیت لري، دغه مرکز یوازې په میدان وردګو او لوګر ولایتونو کې سلګونه ځوانان د ژورنالیزم، کلتوري تجمعاتو او هنرونو په برخه کې روزلي، ترڅو وکولالی شي سالمې بوختیاوې ولري، او له اقتصادي اړخه پرځان بسیا شي، او د طالبانو له لیکو راوګرځي، د دغه مرکز مشر مطیع الله اباسین وايي : سره لدې چې له امنیتي نهادونو سره مو بار بار د تماس هڅه کړې، او هغوی مو خبر کړي، خو امنیتي مسولو نهادونو هیڅ راز مرسته ونکړه، ښاغلی اباسین وایي: ناپیژاندو کسانو د دفتر ټول وسایل لکه کمپیوټرونه، کمرې، چیپونه، او هارډیسکونه، چې زرګونه جي بي دفتري مواد پکې وو له ځان سره وړي دي.

هغه وایي: غلو په ډیر مهارت هغه هارډیسکونه موندلي چې د جنګ د عواملو، رواني جګړې، او نشه یي توکو د جګړې د عواملو موندلو په اړه په وروستیو دوه کلونو کې د ناور لخوا د ترسره شوو ریسرچونو ډیټا پکې خوندي وه، هغه په امنیتي نهادونو تور پورې کوي چې د مدني او اجتمعاعي نهادونو د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلي یا په لوی لاس غفلت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *