تاند، پنجشنبه، د اسد ۱۷مه: د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، افغانستان ته یې ځواکونه ځکه تللي چې دا هېواد په نړیواله کچه د ترهګرو لپاره یوه امن ډلو ځاله وه.

سټولټنبرګ د استرالیا د سیډني تحقیقاتي مرکز ته وینا کې ویلي، خلک باید پوه شي چې موږ ولې افغانستان ته تللي یوو؟: (( ځکه چې دا هېواد د ترهګرو په امن ځاله بدل شوی و.))

نوموړي زیاته کړې، د ناټو دنده او هدف دا دی چې افغانستان یو وار بیا د پخوا په څېر د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ چې له نیوزیلینډ نه اسټرالیا ته په سفر رسېدلی تر دې وړاندې یې د نیوزیلینډ له لومړۍ وزیرې سره لیدنه کې ویلي وو چې افغانستان کې د سولې هوکړه بېخي رانږدې شوې ده.

خو دا خبره تر اوسه یو نړیوال چارواکي هم ونه کړه که افغانستان رښتیا هم د ترهګرو ځاله وه؟ نو ایا له دې وروسته کوم تضمین شته چې دا هېواد به د ترهګرو په ځاله بیا نه بدلېږي او بهرنیان به بیا په کې د جګړې لپاره بهانې نه لټوي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *