601st Special Forces Group soldiers

تاند، چهارشنبه، د ثور ۹مه: د ناټو سرمنشي په یو تازه بیان کې ویلي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د ناټو ځواکونو حضور اړین دی.

ینس سټولټنبرګ ټینګار کړی چې بهرني ځواکونه به په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې د امریکا این بي سي تلویزون خبر ورکړی و چې ولسمشر ټرمپ خپل ټول سرتېري د کورونا له کبله له افغانستان څخه باسي چې اوس د ناټو سازمان منشي نه یوازې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په حضور ټینګار کړی بلکې ویلي یې دي چې دغه سازمان به د افغان ځواکونو پیاوړتیا، روزنې او مشورو ته دوام ورکړي.

که څه هم د امریکا حکومت تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ویلي چې ایا رښتیا هم خپل ځواکونه باسي که نه؟ خو تازه د یو ایس آرمي رسنۍ خبر ورکړی چې امریکا راتلونکي مني کې افغانستان ته یو ۸۰۰ کسیز کنډک تازه دمي سرتېري استوي چې د وتلیو عسکرو ځای ډک کړي.

همدا راز د افغانستان ولسي جرګې امریکا ته خبرداری ورکړی چې له امنیتي تړون څخه خلاف د ځواکونو ایستل به نه یوازې امریکا بلکې سیمې او نړۍ ته بدې پایلې ولري.

 د یادونې وړ ده چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې د بریالي کېدو په صورت کې هم باید امریکايي ځواکونه په افغانستان کې ۱۴ میاشتې حضور ولري.

One thought on “ناټو: افغانستان کې به یوو او له افغانستانه به ملاتړ کوو”
  1. تاند، چهارشنبه، د ثور ۹مه: د ناټو سرمنشي په یو تازه بیان کې ویلي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د ناټو ځواکونو حضور اړین دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *