تاند نیوزډېسک: د ناټو سرمنشي وايي، افغانستان کې یې د ځواکونو حضور د سولې د تړون په محتوا پورې اړه لري. یانس سټولټنبرګ د ناټو دفاع وزیرانو له غونډې د مخه د سه شنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل، افغانستان کې د ناټو د حضور څرنګوالي بحث د افغان سولې په احتمالي تړون او هوکړې پورې تړلی دی چې ټاکل شوې د جګړې ښکېل لوري پرې سره سلا شي.

سټولټنبرګ زیاته کړې، د سولې د هوکړې په موادو زیات خبر نه دی او په دې اړه څرګندونې به یې له وخته مخکې خبره وي.

ښاغلي برګ یو وار بیا ټینګار کړی چې طالبان د جګړې په ډګر کې بریالي کېدای نه شي او دا به ورته غوره وي چې له سیاسي لارې د افغانستان د بحران د حل هلې ځلې وکړي.

سټولټنبرګ زیاته کړې ده چې ناټو او ملګري یې افغانستان کې د یوې دایمي سولې راوستو ته ژمن دي.

د نوموړي په خبره د افغان سولې پروسې په تړاو له زلمي خلیلزاد سره په تماس کې دی او د هغه د سولې لپاره هڅې به په پراخو پایلو تمامې شي.

سټولټنبرګ په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو، امریکا ورسره له افغانستانه په وتلو هوکړه کړې ده.

خو زلمي خلیلزاد بیا د طالب ویاند سهیل شاهین خبرې رد کړې او زیاته یې کړه دوی افغانستان نه د وتلو نه بلکې د دایمي سولې په لټه کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *