تاند، دوشنبه، د میزان ۱۵مه: د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د رایو په شمېر کې د روڼتیا د اصل مراعتولو په برخه کې جدي کار روان کړی دی.

 نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه همدا راز ټینګار کړی دی چې د رای په شمېرنه کې باید له بیړې څخه کار وانخیستل شي.

 نوموړي ویلي، تېره ورځ یې د برېټانیا له سفیرې الیسون بلک سره په ګډه د ټاکنو کمېسیون چارې له نږدې څخه لیدلي دي.

 بلخوا د بریټانیاسفارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې نیکولاس کي او مېرمن الیسون د ټاکنو کمېسیون چارې ستایلې او د دې کمېسیون له مشرانو سره یې په خبرو کې ټینګار کړی دی چې د روڼتیا اصل تر ډېره مراعات کړي.

 د برېتانیا سفارت وايي، دواړو مشرانو پر نوماندانو هم غږکړی چې د لومړنیو او وروستیو پایلو د اعلان په تړاو د کمېسیون پرېکړې ته منتظر پاتې شي.

 په افغان ولسمشریزو ټاکنو ۱۴۹ میلیونه ډالر لګښت راغلی چې ۹۰ میلیونه یې افغان حکومت او ۵۹ میلیونه یې نړیوالې ټولنې ورکړې دي.

په دې منځ کې ۲۹ میلیونه ډالر امریکا، ۱۰ میلیونه ډالر بریټانیا او ۸ میلیونه یورو اروپايي ټولنې ورکړي دي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۸مه او وروستۍ پایلې د عقرب په ۱۶مه اعلانېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *