تاند نیوز ډیسک: ناټو د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان همکاري ستایلې ده او ټینګار یې کړی چې دې برخه کې دې لا کوټلي ګامونه واخلي.
د ناټو سرمنشي یانس سټولټن برګ د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدنه کې د افغان سولې پروسه کې په پرمختګونو بحث کړی دی.
سټولټنبرګ ویلي، د افغان سولې پروسې په تړاو د پاکستان او ناټو نظرونه تقریبا سره یو شوي او دواړه لوري اوس د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړي شوي دي.
نوموړي له پاکستان څخه غوښتي چې افغانستان او سیمه کې د سولې لپاره دې د ترهګرۍ ضد لا کوټلي ګامونه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *