تاند- په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن وايي، د ده تر مشرۍ لاندې ايتلاف د افغانستان ملي پولیس په کابل ښار کې د خورا خونړۍ حملې د ناکامولو په خاطر ستايي.
نیکلسن وویل«غوڅ ملاتړ افغان پولیسو ته په دې افرین وايي چې له چاودېدونکو موادو او بمونو څخه بار موټر یې کشف او دسیسه یې شنډه کړه.»
ده همداراز ویلي چې که افغان پولیسو دا دسیسه ناکامه کړې نه وای، ممکن ډېرې وینې بهېدلي وای.
د ناټو ځواکونو له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې وړمه شپه ناوخته یو ټرک چې مشکوک روان و، د افغان پولیسو له لوري ودرول شو. افغان پولیسو په دغه موټر کې ډېره اندازه چاودېدونکي مواد وموندل.
که افغان پولیسو دا موټر کشف کړی نه وای ښايي هغسي برید شوی وای چې د مې میاشتې په وروستیو کې د یوه ټانکر په وسیله د کابل په زنبق څلورلاره کې وشو او ۱۵۰ تنه پکې ووژل شول.