تاند، چهار شنبه، د عقرب ۱۵مه: د امریکا د سنا جرګې د تصویب کمېټې مرستیالې شلاندا یونګ د افغان ځانګړو ځواکونو له قول اردو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، ناټو ځواکونه به افغان ځواکونو ته لا زیات پرمختللي تجهیزات او امکانات برابر کړي.
د ځانګړو ځواکونو د قول اردو لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې اغلې شلانډا یونګ تېره ورځ مازیګر د کمانډو ځواکونو قول اردو ته ورغلې وه او ژمنه یې کړې چې ناټو به نه یوازې عملیاتو، روزنه او مشوره ورکولو کې له افغان ځواکونو سره ولاړه پاتې شي، بلکې پرمختللې وسلې او تجهیزات به هم ورته برابر کړي.
تر دې وړاندې د امریکا د استازو د جرګې مشره نانسي پلوسي او د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر هم د ځانګړو ځواکونو قول اردو ته په ورتګ د دوی د پیاوړتیا ستاینه او ملاتړ کړی و.