تاند- د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ نن /شنبه/ په وارسا کې د ناټو د سرمشریزې په وروستۍ ورځ وویل، د ناټو غړیو موافقه وکړه چې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د کال ۵ ملیارد ډالره مالي مرسته کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ نن د پولنډ په مرکز وارسا کې له افغانستان سره د نړیوالو د ژمنو اعلان په یوې خبرې غونډې وکړ.

ده وویل، ناټو به په راتلونکي ۲۰۱۷ م کال کې هم د غوڅ ملاتړ ماموریت ته دوام ورکړي. خو په دې باب چې ناټو به څومره سرتېري په افغانستان کې پرېږدي، وویل چې په دې اړه به حالاتو ته په کتو پرېکړه وشي چې څومره ځواکونه په افغانستان کې پکار دي.

تر دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو چې اوس دوی ډېر کارونه له افغانستانه له بهره هم کولی شي.

ستولتنبرګ وویل، د طالبانو ځیني غړي چې له داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې سره یوځای شوي، د طالبانو خطرناک کسان دي. دوی د ولسمشر غني په مشرۍ د افغانستان دولت ته ګواښ ګڼل کېږي.

د ناټو سرمنشي د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د دولت په منځ کې او د انتخاباتي نظام په برخه کې اساسي اصلاحات راوړي او له فساد سره مبارزه وکړي.

ستولتنبرګ وویل چې افغانستان یوازې نه دی او ناټو به شا وروانړوي.

ده یادونه وکړه چې تر ۲۰۲۰ پوري به ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره هر کال ۵ ملیارد ډالره مرسته کوي.

په دې پیسو کې ۳ ملیارده او ۵۰۰ ملیون ډالره امریکا په غاړه اخیستي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *