تاند، شنبه، د میزان ۲۰مه: د ناټو سازمان سرمنشي یانس سټولټنبرګ وايي، دوی له ترهګرۍ سره د افغان ځواکونو د جګړه ییزو ظرفیتونو لوړولو برخه کې مرسته کوي.
ښاغلي برګ په ایټالیا کې تېره ورځ یوې ناستې ته ویلي، په افغانستان کې یې د افغان ځواکونو روزنه د ماموریت مهمه برخه ده، تر څو دوی وتوانېږي چې له ترهګرو سره په یوازې ځان مقابله وکړي او په افغانستان کې د سولې شرایط برابر شي.
برګ دغه راز په خپلو خبرو کې له ایټالیا هم مننه وکړه چې سرتېرو یې په افغانستان کې ښه ماموریت ورسره مخته وړی دی: (( ستاسو ایټالویان په افغانستان کې د پياوړیو همکارو ځواکونو په ډله کې راځي، زه چې ایټالوي ځواکونه هروخت په ایټالیا کې وینم ددوی مسلکیتوب او ژمنتیا مې تر تاثیر لاندې راولي.))
ښاغلی سټولټنبرګ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې وړمه ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، د دې وخت رارسېدلی چې نور له افغانستان څخه ووځي.