10 – 12 – 2014
د شمالي اتلانتيک تړون يا ناټو چې لنډ نوم يې NATO کيږي. د ١٩٤٩م کال د اپرېل پر څلورمه د ټوليزي دفاع په خاطر په واشنگټن کې جوړه سوه او اوس مهال يې ٢٨ هېوادونه غړيتوب لري. د ناټو تړون زړه د دې تړون پنځمه ماده ده ، هغو هېوادونو چې لاسليک کړى، منلې يې ده که په اروپا د ناټو د تړون پر کوم غړي هېواد يا هم شمالي امريکا بريد کېږي، معنا به يې دا وي چې پر ټولو غړو هېوادونو بريد سوئ دئ او په گډه به يې مقابله کوي.
کله چي په ۲۰۰۱ م کال کي امریکايي ځواکونه افغانستان ته راغله ورسره سم څه موده وروسته ناټو تړون هم د تروریزم سره د مبارزې په برخه کي دلته خپل ځواکونه راولېږل چي د محاربوي بوختیاوو تر څنګ يې دلته د افغان ځواکونو په جوړولو او هغوئ ته د روزلو دنده په غاړه واخسته .
ناټو ځواکونو نه یوازي افغان ځواکونه روزل بلکي د افغانانو د هوسا ژوند په رامنځته کولو کي يې د ځینو اقتصادي پروژو په رامنځته کولو کي هم خپلو هڅو ته دوام ورکړ چي ښه مثالونه يې د افغان بچیانو په روزلو ، روغتیا ، بیارغوني او د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرامونه یادولاي سو .
د افغانستان په ثبات کي د ناټو ځواکونو پر همکارۍ او هڅو سترګي نسي پټېدلاي ، د دوئ قربانۍ ورکول پدې معنا وه چي افغانانو ته سوله راولي او د هغو کسانو مخنیوی وکړي کوم چي دلته د افغان دولت او خلګو په مقابل کي جنګیدل یا جنګيږي ، چي شتون يې د افغانانو لپاره ډېر مثبت تمام سوئ دئ .
خو اوس ناټو تړون په افغانستان کي خپل محاربوي حضور د رسمي مراسمو په ترڅ کي پاي ته ورساوه او غواړي چي یوازي د افغان ځواکونو د روزلو لپاره خپل ځیني باتجربه استادان پریږدي ، دوئ وايي چي اوس د افغانستان وضعیت نسبت پخوا ته ډېر ښه سوي او اړینه نه بریښي چي ناټو تړون دي په افغانستان کي په جنګي پیښو کي ښکیل وي بلکي دوئ باور لري چي افغان ځواکونه اوس پیاوړي سوي او کولاي سي چي د خپلي خاوري څخه دفاع وکړي او هغه ټول تکتیکونه يې زده کړي کوم چي نړیوال ځواکونه يې کاروي .
د ناټو د واک د پاي ته رسېدو په اړه یو لړ مراسیم نیول سوي وه چي لوړ پوړو چارواکو پکښی ګډون کړي وو په دغه مراسمو کې په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال جان ایف کمبل، چې د جنګي عملیاتو مسؤولیت هم پر غاړه لري، د دغه ځواک بیرغ کښته او خپل ۱۳ کلن ماموریت یې پای ته ورساوه.
د ناټو او امریکايي پوځیانو ګډ قومندان جنرال کمبل وویل چې د دوئ جنګي ماموریت به اوس د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ په ماموریت بدل سي.
کمبل وویل « افغان امنیتي ځواکونه پوره وړتیا لري. دا یو تاریخي انتقال دئ ، دا د هغه پرمختګ څرګندونه کوي، چې زموږ ایتلاف له خپلو افغان ملګرو سره کړئ دئ ، په داسې حال کي چې افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي سوي موږ خپلې هڅې له جګړه ییز ماموریت څخه د افغان ځواکونو ملاتړ ته را اړه وو، موږ پر داسي پروسې تمرکز کوو، چي په افغانستان کې دایمي ثبات یقیني کړو»
جان کمبل به په افغانستان کي شاوخوا ۱۳ زره پوځیان ولري ترڅو د هغو په وسیله افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکړي.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونه شمېر تر ټولو په لوړ حد کي یعني په ۲۰۱۱ میلادي کال کي ۱۴ زره و. اوس په افغانستان کې د ناټو د ټولو ځواکونو شمېر شاوخوا ۱۵ زره دئ.
په عین حال کي افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د ناټو د همکاريو څخه مننه وکړه او د دې تړون هغو په زرګونو عسکرو ته یې د درناوي مراتب وړاندي کړل چي په افغانستان کې په جګړه کې وژل سوي او یا ټپیان سویدي.
ښاغلي غني وویل « د ناټو سره زموږ همکاري د یوې دردناکې او غمجنې پیښي په خاطر پیل سوه ، خو دا همکاري د قربانیو او سرښندونو له امله لا ټینګه سوه او دا دئ اوس زموږ د همکاریو نوی فصل شروع کیږي چي د افغان ځواکونو روزل دي »
اوس د دې قومندانۍ مسولیت د ایساف عمومي قومندانۍ ته وسپارل سو او د رواني میلادي میاشتي په پای کې به نړېوال ځواکونه جګړه ییز ماموریت او د افغانستان امنیت افغان ځواکونو ته سپاري
په همدې حال کي د امنیتي چارو یو شمېرڅیړونکي وایي ، چي اوسنیو امنیتي شرایطو ته په کتو د د ناټو ماموریت پاي ته رسېدل یو څه وخته مخکي دي ، که یو څه وخت نور هم دوئ خپل ماموریت په اوسني ډول مخته وړئ واي کېداي سي ډېر ګټور واي .
د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیرمحمد فقیرپه دې اړه وایي:
″ لکه څنګه چي حالاتو ته ګورم که د ناټو ځواکونو ماموریت وغځیږي ګټور یې بولم ، زموږ امنیتي ارګانونه لا پوره مجهز سوي نه دي ، نه د سلاح او نه هم د تعلیم او تربیې په لحاظ ، دوئ نور هم اړتیا لري ، چي نړېواله ټولنه ورسره کمک وکړي ″
د روان میلادي کال په پای کي ټول نړېوال ځواکونه له افغانستانه وزي او ټاکل سوې د امریکا او ناټو شا وخوا دیارلس زره عسکر په افغانستان کې پاته سي.
دا په داسي حال کې ده چي ناټو او ایساف ځواکونو د شااوخوا یو نیم لک عسکرو په موجودیت کي په افغانستان کي خپل ماموریت پيل کړی وو.
څیړونکي او افغان چارواکي په دې باور دي چي نړېوال ځواکونه له افغانستانه له وتو وروسته باید افغان ځواکونه ښه تجهیز کړي تر څو افغان ځواکونه وکولای سي د هيواد دفاع وکړي او موجوده لاسته راوړني وساتي.
افغانستان له ډیرو حساسو مرحلو څخه تیریږي. خارجي قواوي تر قیامته زموږ سره مرستي نه سي کولای. موږ ولیدل چي د ناټو ځینو هیوادونو د وخته لا خپل پوځیان ایستلي او نور هم دادي د وتلو په حال کي دي . یوازي د ټولو قومونو او اولسونو ترمنځ ملي یوالی ګران افغانستان د داخلي جنګونو د پیل کیدلو، میلیونونو بې ګناه انسانانو د قتل کیدلو او تباهیو څخه ژغورلای سي.