تاند، چهارشنبه، د دلوې ۲۳مه: د ناټو سرمنشي د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې ویلي چې طالبان باید د تاوتریخوالي کمولو لپاره اقدامات وکړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې ویلي، چې دغه سازمان له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام ته ژمن دی.

سټولټنبرګ وویل: “لکه څنګه چې موږ له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو ، همداراز طالبانو ته ښکاره پیغام استوو چې دا ډله به د افغانستان جګړه ونه ګټي ، نو که طالبان د سولې ټینګښت لپاره ریښتینې لیوالتیا ولري ، دوی باید خپل تاوتریخوالی کم کړي.”

ښاغلي سټولټنبرګ همداراز له طالبانو سره د متحده ایالاتو د خبرو په اړه وویل چې هغه د ناټو ددفاع وزیرانو جدي بحثونو ته سترګې په لار دی ترڅو وګوري چې څرنګه ناټو کولی شي د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.

هغه دا هم وویل چې د ناروې او جرمني په ګډون د ناټو دوه غړي هیوادونه چمتو دي چې د بین الافغاني خبرو اترو د پروسې کوربه وي.

د ناتو د دفاع وزیرانو غونډه نن په بروکسل کې پیل او ټاکل شوې سبا به هم دوام وکړي.

د ناټو عمومي منشي ویلي چې د افغانستان په اړه به جدي خبرې سبا ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *