تاند، جمعه، د حوت ۹مه: د ناټو سرمنشي یانس سټولټنبرګ وايي، افغان سوله لا هم اوږده او ستونزمنه لاره په مخه کې لري.
نوموړي نن په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، سولې ته د رسېدو یوازنۍ لاره دا دهچې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ خبرې وشي او دا کار به له امریکا سره د طالبانو له هوکړې وروسته پيل شي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان کې به د سولې لاره اوږده او ستونزمنه وي خو به وینا یې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د پام وړ اورکم د بل هر وخت په نسبت سوله رانږدې کړې ده.
ښاغلي سټولټنبرګ ټینګار کړی چې ناټو به د افغان ځواکونو روزنې او مشورو ورکولو ته ادامه ورکړي.
ټاکل شوې چې ښاغلی سټولټنبرګ سبا شنبه کابل ته د امریکا له دفاع وزیر سره یو ځای راشي او له ولسمشر غني سره په ګډه اعلامیه کې له افغان دولت څخه د نړیوالو مرستو د دوام ژمنې تازه کړي.