تاند- په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت تایید کړه، یو تن چې ځان د جرمني تبعه ښيي – په هلمند ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.
د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې، چې نن یې خپره کړې، ویل شوي چې دغه کس اوس د افغانستان په توقیف کې دی.
د افغان خاصو ځواکونو ویندوی عبدالقیوم نورستاني مخکې ویلي و چې نیول شوی کس یې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ته سپارلی دی.
په عین وخت کې ادعاوې کېږي چې دغه کس اصلاً روسی دی خو ځان یې جرمنی معرفی کړی دی.
تراوسه پورې د جرمني سفارت یا د بهرنیو چارو وزارت د نیول شوي کس د جرمني تابعیت تایید یا رد کړی نه دی.
د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک پرون وویل، له نیول شوي کس سره د جرمني د تابعیت اسناد موندل شوي دي.
ځواک همداراز وویل چې دغه جرمنی له دوو طالبانو سره د دوشنبې په شپه د هلمند ولایت د ګریشک په یوه حویلۍ کې ونیول شو.
د هلمند د والي ویندوی وايي چې له نیول شوي جرمني څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي خو لومړني تحقیقات ښيي چې دا کس طالبانو په زور نه دی راوستی او د دې ډلې لپاره یې د سړک د غاړې د بمونو په جوړولو کې مرسته کوله.