تاند، پنجشنبه، د میزان ۴مه: د ناټو سرمنشي یانس سټولټنبرګ وايي، د امریکا نړیوال متحدین له طالبانو سره د واشنګټن د مذاکراتو د بیا پیل ملاتړ کوي.
ښاغلي برګ ویلي، دواړه لوري باید بیرته د خبرو په میز کېني او دوی یې د یوې ښې هوکړې طرفدار هم دي.
نوموړي ویلي، دوی د یوې بیړنۍ هوکړې په پرتله د یوې ښې هوکړې زیات طرفدار دي او د دواړو لوریو د خبرو د بیا پیل هرکلی به وکړي: (( دواړه لوري باید د جګړې د ګټلو پر ځای د جګړې د ختمولو پر سیاسي حل لارو خبرې وکړي.))
دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د امریکا د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه عمران خان هم له ډونالډ ټرمپ سره په تازه لیدنه کې مطرح کړې ده.
نوموړي کوم ځواب نه دی ورکړی خو زیاته کړې یې ده چې امریکا او ملګري به یې په افغانستان کې د ترهګرۍ تر ختمېدو پورې یو ځای کار وکړي.