تاند- ناټو وايي، یو شمېر ځانګړي ځواکونه یې د افغانستان د ملي اردو د خاصو ځواکونو د روزنې لپاره افغانستان ته لېږلي دي.

ناټو له خپل مرکز بروکسل څخه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی دا ځانګړي ځواکونه د بلجیم په مونس ښار کې روزل شوي دي.

افغانستان ۱۸ زره خاص ځواکونه لري خو سږ کال د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني اعلان وکړ چې د ځانګړو ځواکونو شمېر به دوه برابره کړي ځکه چې دې ځواک د دولت له وسله والو مخالفانو سره په جګړه کې خورا ښه نتیجه ورکړې ده.

ناټو نه دي ویلي چې د افغان خاصو ځواکونو د روزلو لپاره څومره روزونکي افغانستان ته لېږي.

حاضردمه په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ زره ۵۰۰ بهرني پوځیان مېشت دي چې اکثره یې امریکايي دي.

پرون بلجیم وویل چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړي خو ایټالیا وویل چې په افغانستان کې د خپلو موجودو ځواکونو شمېر کموي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *