ارشیف

تاند- په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوځ ملاتړ ماموریت په کابل کې د یوه امریکايي قوماندان د وژلو په باب د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې ادعا رد کړه.

غوڅ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي«د امریکايي پوځي قوماندان د وژلو ادعا حقیقت نه لري، دا خبره سمه نه ده چې امریکايي قوماندان نن د کابل په چاودنه کې وژل شوی دی.»

په کابل کې دفاع وزارت ته نژدې نن د مقناطیسي بم په چاودنه کې د ملي اردو ۳ سرتېري ژوبل شول.

د برید مسوولیت د داعش وسله والې سرزورې ډلې په غاړه واخیست.

دې سرزورې ډلې په یوه خبرپاڼه کې، چې اعماق خبري اژانس خپره کړه، وویل چې دوی په دې برید کې یو امریکايي قوماندان او دوه افغان پوځیان وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *