تاند- د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت د سردار محمد داوود خان روغتون د ترمیم لپاره د نژدې ۳ ملیون ډالره مرستې ژمنه وکړه.
سردار محمد داوود خان پوځي روغتون تېره میاشت د تروریستانو په یوه بې رحمانه حمله کې سخت زیانمن شو. په دې وحشیانه برید کې شاوخوا ۵۰ تنه ناروغان، ډاکتران او نرسان شهیدان شول.
داعش تروریستي ډلې د برید مسوولیت په غاړه واخیست خو افغان چارواکي وايي چې دا برید په پاکستان کې حقاني شبکې تنظیم کړی و.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت یوه ویندوی تورن بیل سلفین نن /پنجشنبه/ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د سردار محمد داوود خان روغتون د ترمیم کار په سلو کې ۹۰ بشپړ شوی دی.
ده همداراز وویل چې ناټو د دغه روغتون د جوړولو او ترمیمولو لپاره ۲ ملیونه او ۷ لکه ډالره ځانګړي کړي چې په هغو کې یو ملیون او ۷ لکه ډالره د نویو طبي وسایلو لپاره دي او یو ملیون نور د نویو تختونو، او فرنېچرونو لپاره په پام کې نیول شوي دي.
سلفین دا هم وویل چې ناټو د ۵۰ خونو، د ایکسرې د ۲ ماشینونو، ۷ مانیترونو، د عکس د نویو یونیټونو او لابراتور د وسایلو پیسې ورکوي.