کابل کې د ناټو ملکي استازي نیکولاسکي ویلي، د خلیلزاد اووم پړاو خبرې به تر نورو پړاوونو زیاتې حساسې وي.
نوموړي ویلي، د امریکايي ځواکونو د خروج بحث خورا حساس دی چې په امریکایانو او طالبانو پورې اړه لري او دوی یې په اړه څه نه شي ویلی.
نیکولاسکي چې بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو غونډه کې ګډون لري وايي که سولې ته رسېدل هدف وي نوطالبان اړ دي چې افغانانو سره خبرو ته کېني.
نوموړي ویلي د سولې هوکړه کې د نړیوالو اصلي هدف دا دی چې افغانستان به بیا د ترهګرو په ځالو نه بدلېږي.
نوموړي زیاته کړې چې ناټو افغانستان سره مرستو ته ژمنه ده او ناټو دفاع وزیران به دا ژمنه د افغانستان په اړه خپله نننۍ غونډه کې یو وار بیا تازه کړي.