تاند، شنبه، د اسد ۱۲مه: د ناټو سرمنشي یانس سټولټنبرګ وايي، د افغان سولې د هڅو ملاتړ کوي خو امریکا او ناټو به خپل ځواکونه هغه مهال له افغانستانه باسي چې شرایط ورته اماده شي.
ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړې، امریکا په افغانستان کې د پخوا په نسبت سولې ته زیاته نږدې شوې ده، خو په وینا یې دا به ډېره عجله شوې وي چې د سولې تړون اعلان شي: (( موږ د دې طرف دار یوو چې باید د سولې د تړون په ټولو اړخونو هوکړه وشي او له هغې وروسته اعلان شي.))
سټولټنبرګ دغه راز د افغانانو تر منځ د خبرو اترو ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی چې سوله کې باید د ښځو حقونه او د افغانانو تېرې ۱۹ کلنې لاسته راوړنې خوندي کړای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم خپل تازه ټویټ کې وايي، افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور په شرایطو پورې تړلی دی او دوی د وتلو نه بلکې د سولې د یوې هوکړې په لټه کې دي.
خلیلزاد ویلي، امریکا له طالبانو سره یوې ښې هوکړې ته چمتو ده، خو یو وار بیا یې ټینګار کړی چې امریکا د یوې هوکړې په لټه کې ده نه له افغانستانه د وتلو په هڅه کې: (( امریکا داسې سوله غواړي چې له افغانستانه یې د ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شي.))
بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټ کې ویلی، طالبان او امریکايي استازي به د سولې خبرې نن بیا پیل کړي.