تاند، جمعه، د ثور ۵ مه: ناټو سازمان وایي، په افغانستان کې د طالبانو د تاوتریخوالي‌ اوسنۍ اندازه د منلو نه ده.

دغه سازمان نن په یوه اعلامیه کې پر طالبانو غږ کړی دی چې تاوتریخوالی دې ژر تر ژره کم او مذاکراتو ته شرایط برابر کړي.

په اعلامیې کې ناټو د افغان حکومت له لوري بین الافغاني مذاکراتو ته د پلاوي ټاکل ستایلي‌ او له طالبانو یې غوښتي چې له ځنډ پرته دې له دغه پلاوي سره مذاکرات پیل کړي چې د امریکا-طالبانو د تړون مهمه برخه ده.

ناټو همدغه راز ویلي دي چې ټولې غاړې باید د تاوتریخوالي په کمولو کې خپلې ژمنې عملي کړي.

په اعلامیه کې همدغه راز له ټولو سیاسي مشرانو او د هغوی له پلویانو غوښتل شوي‌ دي چې خپل مخالفتونه حل کړي،‌ یو همه شمول حکومت جوړ او د سولې له دغه فرصت څخه دې ګټه واخلي.

ناټو له افغان حکومت او طالبانو څخه غوښتي‌ چې د بندیانو د خوشې کولو لړۍ دې ګړندۍ کړي او د اوربند په اړه دې د نړیوالو غوښتنه ومني.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په روژه کې د افغان حکومت له لوري د اوربند خبره رد کړه.

ناټو په خپلې اعلامیې کې یو وار بیا له افغانستان سره او افغان ځواکونو سره د خپلو مرستو په دوام ټېنګار کړی دی.

دغه سازمان چې دا مهال په افغانستان کې زرګونه سرتېري لري،‌ هیله لري‌ چې له طالبانو سره خبرې نتیجه ورکړي، په افغانستان کې دایمي سوله راشي، جګړه ختمه شي، بشري حقونه خوندي شي، د قانون حاکمیت لا غښتلی شي او دا ضمانت ورکړل شي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بل هیواد په خلاف نه کارول کیږي.

One thought on “ناټو: د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي اوسنۍ اندازه د منلو نه ده”
  1. دا ټول ستاسو منافقینو له امله. هغوی ته وایی ۱۰۰۰ بندیان خوشې کړئ او دولت نه د ۵۰۰۰ خوشې کیدلو غوښتنه. که تاسو ددې پر ځای چې پاکستان کې جګړه وکړئ کومه یې چې ځاله داپه افغانستان کې تم شوئ. اوس خپله ماتې پټوئ او د تیښتې لاره لټوئ. تاسو باید ددې پر ځای چې سوله وکړئ هغوی مو نابود کړی وی. طالبان خو غلامان دي تاسو باید پاکستان د دنیا د نقشې ویستلی وی ځکه چې ټولې نړۍ ته ګواښ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *