تاند، پنجشنبه، د حوت ۱۵مه: د ناټو ملکي استازی نیکولاسکي وايي، د طالب بندیانو خوشې کول د افغان حکومت صلاحیت دی.
نوموړي ویلي، د افغاني مذاکراتو لړۍ مهمه ده او د سولې دا پړاو به د افغانانو په مالکیت وي.
نوموړي ویلي، د طالب بندیانو د خوشې کولو موضوع هم په افغان حکومت پورې اړه لري: (( د افغان حکومت استازي په قطر کې دې ته چمتو دي چې له طالبانو سره د بندیانو په تبادله بحث وکړي، طالبان باید له دوی سره کېني، دا د افغانانو بحث دی او ناټو پورې اړه نه لري.))
ښاغلي نیکولاسکي د هلمند د تېرې ورځې هوايي برید په اړه ویلي، دغه برید د افغان ځواکونو په دفاع کې شوی دی او په وینا يې چې طالبان باید خپل بریدونه د بین الافغاني خبرو د پيل په خاطر ودروي: (( د اورکم اوونۍ کې طالبانو وښودله چې دوی خپل جنګیالي کنټرولولی شي.))
دا په داسې حال کې ده چې طالبان له بین الافغاني مذاکراتو وړاندې د خپلو ۵ زره بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي او په دې اړه یې ډونالډ ټرمپ څخه مرسته غوښتې تر څو مایک پمپیو کابل ته واستوي، خو ولسمشر غني ویلي، د طالب بندیانو خوشې کول د امریکا کار نه دی بلکې دا د افغان حکومت صلاحیت دی.
د قطر د طالبانو ګروپ باید اوس پوه شوی وی چه څنګه تفاهم یی لاسلیک کړی ، بیرته یی باید په غور وګوری ، په کارده چه اورکم د بین الافغانی مذاکراتو د پاره په اوربند تبدیل شی او که چیری یی په افغانستان کی طالب جنګیالی د قطر فبصلی نه منی نو د قطر ګروپ په حقیقت کی د ټولو طالبانو نمایندګی نه کوی .
د اوربند په موجودیت کی به بین افغانی مذاکرات دوام لری او په هغه مذاکراتو کی به د طالبانو په پټنځایونو ، د تریننګ او تجهیز مراکزو او شوراګانو باندی چه په پاکستان کی دی خبری کیژی وروسته به په نورو موضوعاتو چه د هغو نه یوه وړه موضوع د زندانیانو د آزادیدلو موضوع ده بحث کیژی .
قریشي، ګلمرجان او د آی اس آی پخوانۍ مکاره څهره کرزی درېواړه د ټالیبانو د بندیانو په هکله ورته نظر لري.
له دې مالومیږي چې پنجاب رښتیا هم د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ډاکتر عبدالله ګلمرجان ته 39 میلیونه دالره ورکړي چې د هغو په مقابل کې یې 39 سلنه رایی هم تر لاسه کړې. اوس دادی د پنجابیانو د خوشحالۍ لپاره غواړي د ټالبانو غوښتنه چې 5000 ټالب بندیان د افغانستان له محابسو نه فورا آزاد شي.
آیا دغه بندیان یواځې په پنجشیر او بدخشان کې د ډاکتر ګلمرجان ته منسوبینو نیولي او که دوی په ټول هېواد کې د بېلابېلو سیمو څخه نیول شویدي.
د بندیانو خلاصون د سترې محکمې او د افغانستان د منتخب ولسمشر جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غني صلاحیت دی. که رښتیا هم ټالیبان سوله غواړي او له افغان وژنې لاس اخلي ، دوی په راتلونکي کې ولس ته ضمانت ورکوي چې نور د خپلو مظلومو هېوادوالو په مقابل کې نه جنګیږي ، په هغه حالت کې د دوي آزادول یو انساني ، اسلامي او افغاني کار دی. اما که ټالبان د خپل کبر په زړې خرې سپاره وي ، د افغانستان له ولس او دولت سره مذاکراتو ته نه حاضریږي ، بیا یې لاس تر لاهوره خلاص. دا به کوم منطق ومني چې هم جنګ ته شدت ورکوي او هم د خپلو بندیانو د خلاصولو لپاره شاه محمود قریشي ، داکتر خلیل زاد ، پمپیو او دونالد ترمپ ته عذر او زارۍ کوي؟