تاند- په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، په پروان ولایت کې د تبلیغاتي پاڼو د خپرولو په خاطر بخښنه غواړي.

د ناټو له لوري په خپرو شویو پاڼو کې یو سپی او یو زمری چاپ شوي چې پر سپي د طالبانو او پر زمري د ملي اردو بیرغونه دي او زمری په سپي پسې منډې وهي.

خو د پروان ولایتي چارواکو او دیني عالمانو پر دغو پاڼو اعتراض وکړ او ویې ویل چې د اسلام له نظره پر حیواناتو په تېره بیا سپي باندې د دیني عباراتو لیکل ناروا دي.

د پروان والي محمد عاصم عاصم ویلي چې د دې مسلې د څېړلو لپاره پلاوی ټاکي او خلک له حقیقته خبروي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت بیا ویلي چې د دې پاڼو د خپرولو په خاطر بخښنه غواړي او په اړه یې تحقیق کوي چې دا کار چا کړی دی.

ناټو دغه راز ویلي چې د دې کار مسوول ته به سزا ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *