تاند- په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د دوشنبې په ورځ ومنله چې په پکتیکا کې د بې پېلوټه الوتکې د حملې په نتیجه کې د ۱۷ تنو وژل شویو کسانو په اړه به څېړنې وکړي.

مخکې ناټو په دې برید کې د ملکیانو وژل کېدا په کلکه رد کړې وه خو د پکتیکا چاواکو او ولسي استازو ویلي وو چې تېره اوونۍ په دغه ولایت کې د ناټو د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې تر شلو زیات ملکیان وژل شوي او همدومره نور ژوبل شوي دي.

د امریکا په مشرۍ د ايتلاف یوه ویندوی بریدجنرال چارلس کلیفلاند الجزیرې تلویزیون ته وویل چې دوی به د پکتیکا د حملې په اړه تحقیقات وکړي.

ده وویل:«که څه هم حاضردمه د ملکي تلفاتو شواهد نشته خو موږ د حملې په اړه تحقیقات کوو.»

ځینو افغان چارواکو الجزیرې تلویزیون ته ویلي چې وژل شویو کسانو له طالبانو سره ارتباط درلود خو د وژل شویو کسانو خپلوانو د شنبې په ورځ وویل چې درست وژل شوي کسان ملکیان دي او دوی د تحقیقاتو غوښتونکي دي.

2 thoughts on “ناټو د پکتیکا د وژل شویو کسانو په اړه تحقیقات کوي”
  1. دوی دی خدای مردار کری د کومو تحقیقاتو نتیجه اعلان سوی چی اوس به ددی تحقیق سخه سه ثمره لاس ته راشی

  2. NATO aw amrica khpal laaspose po dawlate postono nasb karre di tarso de doy jenaayato bande parda wachawe.tahqiqaat nashta fanatiek de khalko gholawal di.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *