تاند، یکشنبه، د ثور ۷مه: ناټو سازمان د کابل پولیسو ته د کورونا د مخنیوي لپاره ۱۸ زره ماسکونه، ۱۸ زره جوړه دستکشې او ۱۸ زره بوتله د میکروب ضد مایع ورکړه.
ناټو وايي، په دغو مرستو کې حفاظتي کېټونه او ترمامیټرونه هم شته چې په کابل کې به ۱۶ زره پولیسو ته ورسول شي، تر څو پرې دغه شمیر پولیس له کورونا څخه ځان خوندي وساتلی شي.
دې ماموریت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې مرستو کې ۱۸ زره ماسکونه، ۱۸ زره دستکشونه او اتلس زره بستې چې عفوني ضد مواد او د حرارت سنجولو وسایل یا ترمامیتر پکې دي شامل دي.
غوڅ ملاتړ پرون هم په یو بیان کې وویل چې هرات، غور، فراه او بادغیس ولایتونو ته یې تېره اونۍ د روغتیايي وسایلو بستې استولې وې. د ناټو مقر تېره اونۍ وویل افغانستان د کوروناویروس پرضد د مبارزه په چاره کې له دې ټلوالې د مرستې غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت وایي، دمګړۍ په کابل کې په کورونا د اخته کېدونکو پولیسو لپاره سل بستریز مرکز لري او ناټو دغه ډول مرستې په هرات او نورستان کې هم پولیسو ته رسولې دي.