تاند، یکشنبه، د اسد ۱۳مه: افغانستان کې د ناټو غړو هېوادونو سفیران وايي، دوی د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوي.
د ناټو سفیرانو بیګاماښام په ارګ کې له ولسمشر غني سره لیدنه کې دا خبره کړې او زیاته کړې یې ده چې هېوادونه به یې یوازې هغه سوله ومني چې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت راشي.
دې لیدنه کې ولسمشر غني هم د ناټو غړو هېوادونو سفیرانو ته د سولې پروسې د پرمختګو او راروانو ټاکنو په تړاو معلومات ورکړل.
ناټو سفیرانو په داسې حال کې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کړی چې د افغانستان د سولې پروسه یو نوي پړاو ته داخله شوې ده.
همدا اوس له پرون راهیسې طالب سیاسي مشران او امریکايي استازي د سولې په اتم پړاو خبرو بوخت دي، چې په اړه یې طالب ویاند سهیل شاهین وايي، که د امریکايي ځواکونو په وتلو هوکړه وشي، نو نورو افغاني جهتونو سره به خبرو ته زمینه برابره شي.