تاند، پنجشنبه، د قوس ۱۴مه: د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، لازمه ده چې طالبان په دې پوه کړای شي چې د جګړې له لارې بریا ته نه شي رسېدلای.

 نوموړي په لندن کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې ویلي، له افغان سولې څخه د ملاتړ غوره لاره دا ده چې د افغان ځواکونو ملاتړ وشي تر څو طالبان پوه شي چې د جګړې له لارې بریا ته نه شي رسېدای.

 ښاغلي سټولټنبرګ ویلي، ناټو د سولې له مذاکراتو د دې لپاره ملاتړ کړی دی چې په سیاسي حل باور لري: (( امریکا له ناټو او ټولو متحدینو سره د افغان سولې د پروسې په اړه له نږدې مشوره کوي، موږ د سولې د خبرو د بیا پیل هرکلی کوو.))

  نوموړي ټینګار کړی چې د سولې په مذاکراتو کې باید طالبان په دې پوه کړای شي چې د جګړې له لارې بریا ته نه شي رسېدلای.

دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیلزاد تېره ورځ کابل ته راغلی او له ولسمشر غني او نوروو افغان لوړ پوړو سیاستوالو سره یې لیدنې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *