تاند، سه شنبه، د حمل ۲۶ مه: د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له طالبانو غوښتي چې په تاوتریخوالي کې کمښت راولي او په ټوله معنا له امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ نن سه شنبه د ناټو د دفاع وزیرانو ناستې څخه یو ورځ مخکې یو خبري کنفرانس کې پر طالبانو یو ځل بیا غږ وکړ، چې له امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي او افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.
هغه وویل : ((موږ په طالبانو غږ کوو چې خپلو بریدونو کې کمښت راولي او په ټوله معنا امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي، ځکه د تاوتریخوالي کمېدل یوازینۍ لار ده چې افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې پېلامه ګرځېدای شي.))

ینس ستولتنبړګ یو ځل بیا له افغانستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه چې د سولې په پروسې کې به ناټو د افغان امنیتي ځواکونو ملګرې وي.

ټاکل شوې سبا د ویډیو کنفرانس له لارې د ناټو د دفاع وزیرانو ناسته ترسره شي، چې دا ځل د خبرو اصلي محور کورونا ویروس دی، خو ترڅنګ یې د نړۍ پر امنیتي وضعیت هم خبرې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *