تاند، جمعه، د عقرب ۳مه: نن یعني د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو د غونډې دویمه ورځ د افغانستان اړوند مسایلو ته ځانګړې ده.
دغې غونډې ته له ورتګ وړاندې د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر یو وار کابل ته سر ښکاره کړی او ویلي یې دي، د خپلو سترګو لیدلی حال به د ناټو دفاع وزیرانو ته وړاندې کړي.
همدا راز د افغانستان په استازیتوب د دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد هم ورغلی دی چې نن به ناټو دفاع وزیرانو ته په وینا کې د افغان پوځ لپاره د لا زیاتو مرستو راجلبولو هڅه وکړي.
بلخوا د ناټو سرمنشي یانس سټولټنبرګ د دغه سازمان پر دفاع وزیرانو غږ کړی دی چې په افغانستان کې دې د ناټو د ماموریت د دوام لپاره عادلانه بودیجه په پام کې ونیسي.
نوموړي د بروکسل د دفاع وزیرانو له ناستې وړاندې ویلي وو، پوځیان به یې تر هغو په افغانستان کې پاتې وي، تر څو چې طالبان جنګېږي.