تاند- ناټو په افغانستان کې له دیارلس کلونو وروسته د خپل جنګي ماموریت د پای ته رسولو لپاره نن ورځ ماسپښین په کابل کې مراسم جوړوي.
ناټو نه دي ویلي چې دا مراسم به د کابل په کوم ځای کې وي.
د جنورۍ له لومړۍ څخه، یعني د روانې اوونۍ د پنجشنبې له ورځې به ناټو ځواکونه د افغانستان په جګړه کې مستقیمه برخه نه اخلي بلکې یوازې به افغان امنیتي ځواکونه روزي.
د تېرو دیارلس کلونو په جنګي ماموریت کې د ناټو او امریکا ۳ زره ۴۸۵ پوځیان وژل شوي دي.
د پنجشنبې له ورځې به څه باندې دوولس نیم زره بهرني پوځیان په افغانستان کې وي خو هغوی به په جګړه کې مستقیمه برخه نه اخلي.
په ۲۰۱۱ میلادي کال په افغانستان کې د ناټو او نورو موتلفو هیوادونو، د ځواکونو شمېر یو لکو دېرش زرو ته رسېده.
د ناټو یوه چارواکي وویل، امریکايي جنرال جان کمبل به، چې د ایساف قومندان دی، نن ماسپښین په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت په یو لړ مراسمو کې رسماً پای ته ورسوي.