تاند، چهارشنبه، د حوت ۷مه: ناټو د افغانستان ټاکنیزو جنجالونو او د موازي حکومتونو ګواښونو ته په اشاره وایي، سیاسیون دې د افغان سولې پروسې د ملاتړ په موخه سره یو شي او په دې حساس پړاو کې دې له داسې ګامونو اخستلو ډډه وکړي، چې شته بحران پراخوي.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت پسې پیوست د ناټو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د ټاکنو د کمېسیون له خوا د اشرف غني بریالي اعلانېدو ته په اشاره ویل شوي، د ټاکنو په تړاو راپورته شوې اندېښنې باید د یوه قانوني طرزالعمل مطابق حل کړل شي.
اعلامیه ټینګار کوي چې ټول افغان سیاسیون باید له داسې ګامونو پورته کولو ډډه وکړي، چې د افغانستان ثبات ته زیان اړوي او شته بحرانونه نور هم پراخوي.
د ناټو د اعلامیې له مخې، په دې حساس پړاو کې سیاسي جوړښتونه باید د ملي وحدت په څرګندولو سره د سولې پروسې ملاتړ وکړي، کومه چې د افغانانو اساسي غوښتنه ده.
ناټو داسې مهال په افغان سیاسیونو د متحد کېدلو غږ کوي، چې د ټاکنو په وروستیو پایلو کې د محمد اشرف غني د بریالی اعلان شوی خو ځینو لوریو یې له منلو ډډه کړېده.
په ورته وخت اشرف غني او عبدالله عبدالله بېل، بېل د لوړې د مراسمو ترسره کولو ته تیاری کاوه او تمه وه، د اشرف غني د لوړې مراسم راتلونکې پنجشنبه ترسره شي؛ خو امریکا په یوه اعلامیه کې مننه کړې چې ارګ د دوی له غوښتنې سره سم دا مراسم وځنډول.