افغان امنیتي ځواکونه په کندوز کې

تاند- د امریکا په مشرۍ نړیوال ايتلافي ځواک کندوز ته یو شمېر پوځیان لېږلي چې له طالبانو څخه د دغه ښار په نیولو کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

د ايتلاف یوه ویندوی نن /چهارشنبه/ وویل چې کندوز ته په استول شویو پوځیانو کې امریکايي او د ايتلاف د نورو غړیو هیوادونو ځواکونه شامل دي.

دا د ۲۰۱۴ م کال له پای ته رسېدو وروسته لومړی ځل دی چې نړیوال ايتلاف په ښکاره د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ په جګړه کې برخه اخیستل تاییدوي.

د ناټو ځواکونو ویندوی ډګروال براین تریبیوس وویل چې کندوز ته د دې لپاره پوځیان استول شوي چې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه، مشوره او مرسته ورکړي.

ده زیاته کړه:«امریکايي پوځیان په مځکنۍ جګړه کې شامل نه دي، دوی د مشورې او ملاتړ ماموریت پر مخ بیايي.»

خو تر دې مخکې یوه لوېدیځ پوځي فرانس پریس خبری اژانس ته وویل چې د ناټو مځکني ځواکونه کندوز ته استول شوي. د دغه پوځي په وینا په استول شویو ځواکونو کې امریکايي، بریتانیايي او جرمني پوځیان شامل دي. (تفصیل)

فرانس پریس وايي چې دغه پوځي چارواکي نه غوښتل نوم یې واخیستل شي او کندوز ته د ناټو د استول شویو مځکنیو ځواکونو د شمېر په اړه یې هم څه ونه ویل.

ایتلاف نه دي ویلي چې کندوز ته یې څومره پوځیان لېږلي، او اوس دا ځواکونه په کوم ځای کې ځای پر ځای شوي دي.
ډګروال تریبیوس وویل چې د ايتلاف ځانګړي ځواکونه به د کندوز ښار د پاکولو لپاره د افغان ملي ملي اردو خاصو ځواکونو ته مشورې ورکوي.

امریکايي پوځیان په کندوز کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره په کندوز کې پر طالبانو هوايي حملو ته هم دوام ورکوي.

پرون /سې شنبه/ هوايي ډګر ته نژدې دوه ځلي بمباري وشوه. هوايي ډګر د کندوز ښار د بېرته نیولو لپاره افغان امنیتي ځواکونو ته ډېر اهمیت لري.

نن /چهارشنبه/ هم امریکايي ځواکونو د کندوز هوايي ډګر ته نژدې پر طالبانو بمباري وکړه.

تراوسه پوري د بمباریو په نتیجه کې طالبانو ته د اوښتو مرګ ژوبلو په اړه معلومات نشته.

خو د ناټو ویندوی ډګروال تریبیوس وویل چې درې واړه هوايي حملې د ايتلافي ځواکونو د خوندیتوب لپاره شوي دي.

اوس په افغانستان کې نژدې ۱۳ زره بهرني پوځیان مېشت دي او له مهالوېش سره سم ټاکل شوې ده چې په ۱۴ میاشتو کې ټول ووځي خو داسي ښکاري چې د طالبانو حملو، په تېره بیا د کندوز حملې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو په برخه کې د نړیوالو ذهنیت بدل کړی وي.

4
پرون د جرمني دفاع وزارت اعلان وکړ چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو مهالویش ځنډوي. ټاکل شوې وه چې پاتې ټول جرمني عسکر د روان میلادي کال تر پای له افغانستانه ووځي. (نور تفصیل)

د رسنیو له راپورونو داسي برېښي چې د طالبانو لاس ته د کندوز لوېدو په افغانستان کې د لوېدیځو پوځیانو د حضور په وړاندې د روسیې، چین، ایران او د منځنۍ اسیا د هیوادونو منفي دریځ تر ډېره بدل کړی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *