تاند- ناټو وايي، له افغانستانه بهر ته قاچاق کېدونکي مخدر مواد جدي ستونزه ده او باید ژر تر ژره حل شي.
د روسیې د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې د ناټو په عملیاتي څانګه کې د عملیاتو د برخې مشر نیکولاس ویلیمز په مسکو کې یوه سیمینار ته وویل، ناټو تړون موافق دی چې مخدر مواد د ګاونډیو هیوادونو او په مجموع کې د ټولې نړۍ لپاره یو لوی مشکل دی او دوی نه غواړي چې د دې ستونزې لویوالی کم وښيي.
د مخدرو موادو د تولید په شمول یو شمېر ستونزې به له ۲۰۱۴ وروسته حل نه شي.
ده وویل، د ناټو مهم ماموریت د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ دی خو له مخدرو موادو سره مبارزه د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو مسوولیت دی.
ویلیمز د افغانستان او ناټو ترمنځ تماسونه ضروري وبلل، ویې ویل چې دا تړون نه غواړي چې افغانستان د ترهرګو لپاره پر یوه خوندي پناهځای بدل شي.
ده دا هم وویل چې په یوه عادي پرمختیايي هیواد د افغانستان د بدلېدو لپاره نژدې لس ملیون ډالرو ته اړتیا لري.