تاند- یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ډاډ څرګند کړ چې راتلونکې اوونۍ به وروسته له دې چې اشرف غني احمدزی د ولسمشر په توګه لوړه په ځای کړي، له امریکا سره د افغانستان امنیتي موافقه نهايي شي.
ناټو غواړي چې د روان کال په پای کې خپل ټول جنګي ځواکونه وباسي خو لږ شمېر پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره پرېږدي. د دغو ځواکونو د پرېښودو لپاره د افغانستان او امریکا او د افغانستان او ناټو ترمنځ قانوني سند پکار دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، وویل، داسی هیڅ نښه نه لیدل کېږي چې د افغانستان نوي مشران له امریکا سره د دوه اړخیزې امنیتي موافقې په مسوده کې د بدلون غوښتونکي وي.
ټاکل شوې ده چې نوی منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی د راتلونکې دوشنبې په ورځ لوړه وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت یوه جګپوړي چارواکي وویل:«داسي هیڅ نښه نه ترسترګو کېږي چې نوي افغان مشران دې د امنیتي موافقې په متن کې د بدلون غوښتونکي وي.»
ده همداراز هیله څرګنده کړه چې د افغانستان او امریکا دوه اړخیزه امنیتي موافقه به د نوي ولسمشر د لوړې له مراسمو وروسته په څو ورځو کې لاسلیک شي.
د ناټو دیپلوماتان وايي چې که د افغانستان د ولسمشرۍ لانجه اکتوبر ته غځېدلې وای ناټو ښايي له دې پرته چې ټول ځواکونه وباسي بله چاره نه وای لرلې.
د امنیتي موافقې د لاسلیکېدو په صورت کې به شاوخوا ۸ زره امریکايي او همداراز د ناټو د نورو غړدیو هیوادونو شاوخوا ۴ زره پوځیان په افغانستان کې پاتې شي چې له ۲۰۱۴ وروسته د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.
همداراز په پام کې ده چې شاوخوا ۱۸۰۰ امریکايي پوځیان تروریستي ضد عملیات جاري وساتي.
تر دې مخکې د سې شنبې په ورځ د ناټو یوه جګپوړي دیپلومات ویلي و چې د افغانستان نوی ولسمشر اشرف غني احمدزی به راتلونکې اوونۍ د واک له ترلاسه کولو څلرویشت ساعته وروسته امنیتي موافقه لاسلیک کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ناټو یوه جګپوړي دیپلومات وویل، اشرف غني احمدزی به د راتلونکې دوشنبې په ورځ لوړه په ځای کړي او ګومان کېږي چې د لوړې له مراسمو ۲۴ ساعته وروسته به دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړي او دغه راز تمه ده چې له ناټو سره هم دوه اړخیزه موافقه لاسلیک کړي.
رویټرز وايي، د ناټو دغه چارواکي نه غوښتل نوم یې واخیستل شي ځکه چې په دې اړه یې د خبرو کولو اجازه نه لرله خو ویې ویل:«راتلونکې اوونۍ به موږ په داسي یوه موقعیت کې یوو چې هر څه به د موافقې د لاسلیک لپاره برابر شوي وي.»
حاضردمه د ناټو ترمشرۍ لاندې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې۴۱ زره سرتېري لري چې په څلورو کې درې برخې یې امریکایان دي.
سلامونه او ښی چاری
زه فکر کوومه چی دا کوومه غیر متوقعه خبره نه ووه چی اشرف غنی به دی اوژد مهال ستراتیژیکی همکاریو د سند په متن کی کووم تغییر وړاندیز ونه کړی، دلیل باید منفی ونه ګڼل شی چون دغه پروسه دداکتر اشرف غنی احمدزی رهبری کووله او دمذکراتی ډلی مشری هم دخپله کووله او دمتن په ترتیب کی خپلی ملی مصالح دخپلی پوهی په رڼآ کی په ښه ټوګه په پام کی نیولی خو ځینو ته داسوال پیدا کیژی چی خی آیا اشرف غنی د کرزی په مقایسه ملی منافع وته لژه توجه لری ، زه فکر کووم چی دا دیوه رهبر اعتماد بالنفس او درایت ښی چی له څومره مشکل شرایط نو دخپل ملت په منفع ګټه پورته کووی شی، کرزی ډیر ماهر سیاستمدار ووه خو مهارت منحصر په افغانی سیاست ووه او ښه پوهیدای چی څنګه ټوپکیان مهار کړی ، څنګه یی داځان په ګټه استعمال او کله چی ګټه ور نه ووی څنګه یی له ځانه لیری کړی خو نړیوالو تعاملاتو کی بیا دومره بریالی نوو، په خپله لومړی دوره کی هیڅ کله هم دغرب او امریکا منفی ټکی بیان نه کړل، خو کله چی یی دده فردی قدرت دامریکاله خوا چلنج شووه نو بیا دله خپل هیوادنی نفوذنه کار واخیست ترسو چی امریکا یی تر یوه حده شا تګ ته مجبوره کړه او دغه زرګری جګړی اهسته اهسته زور واخیست تر هغه چی دغه سند یی دلویه جرګه دمشوره په خلاف امضا نکړ او څو ورځی مخکی یی خو حتی ډیر سیاسی رازونه هم افشا کړل، کرزی به اخر کی هوښیار شوو خو اشرف غنی انشالله له لومړی سر نه دغه هوښیارتیا او پوه لری او هیله ده چی عکس العملی سیاست به مو په ابتکاری سیاست باندی بدل شی که چیرته ګل مرجان د مراد دکبانو دنیولو لپاره اوبه خړی نه کړی
په درناوی
مسافر
زه خو وایم چی ږر یی لاسلیک کی چی د شمالی ټلوالی د لاس نه نجات ومومی دا بیچاره پښتانه!
دمضمون عنوان دي?
دناتو مشران وائ چه افغان نوي مشران په امنيتي موافقه کي دبدلون غو شتونکي نه دي.
۱/ناتو دي داواضح کړې چه امنيتی تړون يو نفر که دوه نفره امضا کوي.
۲/ريس جمهور يو نفر دی که دوه که دوه نفره دي داسآسې قانون هغي مادي ته دې اشاره وکړی چه دوه ريس جمهوره په کې راغلې.
۳/زمونږ په اساسی قانون کی يو اولس مشر او دهغه مسوليتونه ذکر شوي نه د دوه و.
۴/ دقانون په اساس يواځی اولس مشر صلاحيت دخارجی معاهدو دامضا لري کيدای شی په بعضي مواردو کي خپل صلا حيت بل چاته انتقال کړی.
سوال دلته دی چه ناتو ولي بي مسوليته ليکنه او دنفاقه ډکه ليکنه کوي.په دي نه پو هيږي چه
موافقه خوک امضا کوي او څوک دامضا کيدو مسوليت لري.
که دوي وائ ددواړو په مشوره غلط پو هيدلې دي ځکه دلته دملت دوګړو سره مشوره شرط ده نه ددوه نفرو په منځ کی
هيله مند يم چه دسوتاژی او خپل ميانځي اختلا فاتو څخه ډډه وکړی او دتحريکاتو څخه لاس واخلي.
زما په أند دقرارداد امضأ کو لو ته بايد نوی ريس جمهور خاص وخت ولری چي له سره يي مطالعه اوبيا دنظامي – سياسی متخصيصينو لخوا دموجوده وضعي په اساس دمشورو اونظرونو ورسته بيا هم ورباندی فکر وکړی ،چي أمضا شی او کنه. ځکه پدی څو ورځو کی دنړی سياسی ماحول ډير تغير کړی، لمړی بايد امريکا دی ته متوجه شی چي مخالف لوری که ددی ګرنتی ورکوی چي که دقرارداد په نه امضا کولو سره دوی دافغان نوی حکومت سره جوړی روغی ته حا ضر وی نو بيا دی امريکا او ناټو خپلو اقتصادی اونظامی همکاريو ته داقتصادی قرارداد ته مخ واړوی ،البته دسولی اساسی لوري خپله امريکا اودهغه په واک کی پاکستان دی.دوهم: اساسی مطلب دنظامی تربيه او په څنګ کي بايد اردو په ښو اومدرنه وسلو سمبال شی ،نه داچي تربيه کوم دی امأ جنګ ته په تش لاس ځه که دوی زموږ ځوانان دمرګ کندی ته تربيه کوی نوبيا ښه به داو چي موږ خپل سر اواستقلا ته پريږدی چي دحل لپاره يي نوری لاری ولټوو. دريم:قرارداد بايد دلنډی مودي لپاره وی يعنی پنځه کلن، يا څه کم (دکنترواوازمايش دوری)لپاره اوهغه هم دنه مراعات په صورت کی لوري و کولاي شی قرارداد باطل اعلان کړی،موږ په دی ښه پوهيږو چي اوس برمته شو يو اواوس کمکونو ته سخت اړتيا لرو اما داړتيا نبايد دشومو پلانونو سرچينه وګرځي.زما هيله ده چي دنوي جمهور ريس شاوخوا دامطلب وهغه ته ورسوی اوداهميشنی خپل مسوليت وګڼی چي جمهور ريس دخلکو دمشورو څخه خبر کړی .په درناوی
قدرمن جنرال صایب جلالزوی ښه ټکي ته اشاره کړې. افغانستان یو ولسمشر لري او د ولسمشر واکونه د افغانستان په اساسي قانون کې څرکند دي. هر بهرنی باید لومړی د افغانستان قانون په رڼا کې د افغانستان په هکله مهمې څرګندونې وکړي. د دې لیکنې له سرلیک څخه رښتیا هم د شیطنت او درز اچوونې او د هیواد اساسي قانون ته د سپکاوي بوی راځي. بهرنیان دې له داسې بیځایه او بې مانا څرګندوونو په اړه بښنه وغواړي او بیا دې نه تکراروي.