تاند- په کابل کې د ناټو قوماندانۍ نن /پنجشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، یو امریکايي پوځي په افغانستان کې وژل شوی دی.

دا پوځي د ناټو ترمشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او مشورې ته ګومارل شوی و.

ناټو د دغه پوځي نوم او د پېښې علت نه دی څرګند کړی خو ویلي یې دي چې د پېښې په اړه تحقیقات روان دي.

له دې پوځي سره سږ کال په افغانستان کې د امریکا لږترلږه ۶ پوځیان په نفوذي حملو کې وژل شوي دي.

پینتاګون وايي چې په افغانستان کې یې د پوځیانو شمېر ۱۴۰۰۰تنو ته رسېږي.

له دې جلا پرون /چهارشنبه/ د امریکا یوه (C-130) ترانسپورتي الوتکه په افغانستان کې ولوېده او پکې ۱۲ تنه سپاره ووژل شول.

د این بي سي تلویزیون د راپور له مخې، په دې پېښه کې د ۵ امریکايي پوځیانو، ۵ قراردادیانو او ۲ ملکي افغانانو په شمول ۱۲ تنه وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *