تاند- امریکا او ناټو نن /دوشنبه/ په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت رسماً په یو لړ مراسمو کې پای ته ورساوه.
دا ماموریت ۱۳ کاله پخوا د سپټمبر د یوولسمې نېټې له تروریستي بریدونو وروسته پیل شوی و چې په نتیجه کې یې د طالبانو واک پای ته ورسېد او په افغانستان کې د خلکو په رایو د حکومت د جوړېدو لار اواره شوه.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د نړیوال امنیت ساتونکي ځواک (ایساف) قومندان جنرال جان ایف کمبل، چې د جنګي عملیاتو مسوولیت هم په غاړه لري، د دغه ځواک بیرغ ښکته کړ او په دې توګه یې په افغانستان کې خپل دیارلس کلن ماموریت رسماً پای ته ورساوه.
د ناټو او امریکايي پوځیانو ګډ قومندان جنرال کمبل وویل چې د دوی جنګي ماموریت به اوس د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ په ماموریت بدل شي.
کمبل وویل:«افغان امنیتي ځواکونه پوره وړتیا لري. دوی باید په خپل مشرتابه کې څه نا څه بدلونونه راولي چې دا کار یې پیل کړی هم دی او باید حساب اخیستونکي واوسي.»
د افغانستان ولسمشر اشرف غني روانه اوونۍ د ملي اردو یو شمېر جنرالان تقاعد کړل او غواړي چې نور هم تقاعد کړي. ده ویلي چې هر څوک چې د جنرالۍ رتبې ته رسېږي د دې رتبې تر ترلاسه کولو مخکې به په خپله ورسره مرکه کوي.
جان کمبل به په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ زره پوځیان ولري څو د هغو په وسیله افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکړي.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونه شمېر تر ټولو په لوړ حد کې یې یعني په ۲۰۱۱ میلادي کال ۱۴۰ زره و. اوس په افغانستان کې د ناټو د ټولو ځواکونو شمېر شاوخوا ۱۵ زره دی.
د ناټو ځواکونه په داسي وخت کې په افغانستان کې خپل جنګي عملیات پای ته رسوي چې طالبانو حملو ته زور ورکړی او وروستي راپورونه وايي چې القاعده یو ځل بیا فعاله شوې ده.
خو کمبل وویل چې د افغانستان ملي پولیس، ملي اردو او سیمه ییز پولیس د طالبانو د حملو له زیاتېدا او د دغو ځواکونو د تلفاتو له لوړېدا سره سره د خپل هیواد د امنیت ساتنې او دفاع وړتیا لري.
ننني مراسم په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت د پای ته رسېدا یو له دوو په پام کې نیول شویو مراسمو څخه دي. ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت د پای ته رسېدا دوهم مراسم د روان دسمبر په ۲۸ مه نېټه وشي.