تاند- د امریکا متحدو ایالتونو او ناټو نن په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت رسماً په یو لړ مراسمو کې پای ته ورساوه.
د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جان کمبل د ناټو جنګي ماموریت د ایساف په مرکزي قومندانۍ کې د دغه ځواک د بیرغ په ټیټولو پای ته ورساوه.
ناټو د دې ماموریت له پای ته رسولو وروسته د غوڅ ملاتړ په نوم نوی ماموریت پیل کړ.
کمبل په مراسمو کې، چې د ناټو قومندانانو او یو شمېر دیپلوماتانو پکې ګډون کړی وو، خبریالانو ته وویل:«غوڅ ملاتړ به د افغانستان او ناټو ترمنځ تلپاتې شراکت ټینګ کړي.»
ده له یاغیانو سره په مبارزه کې د افغان امنیتي ځواکونو او ایساف پوځیانو قربانۍ وستایلې، ویې ویل:«زموږ په وړاندې لار له ستونزو ډکه ده خو موږ به پکې بریالي یوو.»
د ناټو نوی ماموریت (غوڅ ملاتړ) د جنورۍ له لومړۍ نېټڼې عملاً پیلېږي. په دې ماموریت کې به د امریکا او ناټو څه باندې دوولس نیم زره پوځیان افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي.
که څه هم د ناټو چارواکو ویلي چې پاتې پوځیان به یې په جګړه کې برخه نه اخلي مګر وايي، که حمله پرې وشي بې ځوابه به یې نه پرېږدي.
دوست او دشمن به بده ورخ معلو ميزي.
داجه ناتو واءي مونز دافغانستان دوستان او به بده ورخ ددوي كمك ته حاضر يو.كه داخبره رشتيا وي نر او شخه اوس معلوميزي .
مونز به بد حالت كي يو، سلاح او وسايطو حتي يؤي كوجني برزي دمو تر او يؤي كوجني برزي دسلاحو ته احتياج لرؤ.نودوي بايد هر هغه وسائط جه تخريب ،غيري فعال أو فعال سره ديوي كوجني برزي زمونز ملي اردو ته وسباري حتي مونز توقوع لرؤ او بايد وي لرؤ هغه وسائط او سلاح وي جه به باكستان كي ددوي مال دي او دافغانستان به نامه راغلي وه هم مكمل او بي له كومه كاسته زمونز ملي اردو ته وسباري نو بيا به مونز بوه شو جه واقعاء ناتو زمونز خوا خوزي او دوستان دي..روسانو دا كاروكر ولي دوي دروسانو خه كم او يا ناخوانه دي.
دبدي ورخ دوست اوس معلوميزي.
دبلي خوا تاريخ به إثبات رسولي كومو ممالكو جه دنورو به خاوره خيته اجولي وه دبريشيدو وروسته ءي تول جنكي غرامات او شخصي سلاح او وسائط دكمك او همكاري به توكه هغو ته بريشي دي.
بايد نا خواني ونه كري مردانه ورا عمل وكري.
كه جيري دي عمل ته حاضر نه وي كومي بيسي جه داوكراين دولت وركوى مونز حاضر يو هغه دهماغه بيسو به مقابل كي وأخلو.