تاند- د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د ناټو جګپوړي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د جګړې په پای کې (۲۰۱۵) د خپلو پوځیانو د شمېر او رول په اړه له میاشتو میاشتو خبرو وروسته په دې سلا شوي چې ماموریت یې باید ډېر محدود وي.

دوی وايي چې له ۲۰۱۴ وروسته به یې په افغانستان کې د جنګي روزونکو شمېر لږ وي خو ډېر به پوځي مدیران یا منېجران وي څو د امنیت لپاره د دوی د ملیاردونو ډالرو مرستې د ضایع کېدو مخه ونیول شي.

د دوی دا پرېکړه د هغې ویرې ښکارندويي کوي چې د امریکا کانګریس او اروپايي پارلمانونه ممکن د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د کال څلور ملیارد ډالره مرسته تصویب نه کړي.

د امریکا او اروپايي هیوادونو د پارلمانونو غړي وايي که د امریکا او ناټو ډېر شمېر پوځیان د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو په قشلو کې نه وي چې د پیسو مصرف له نژدې وڅاري، ممکن دا مرستې په فساد کې ضایع شي.

د ناټو د ماموریت محدودول په تېرو دوولس کلونو کې د پوځي او ملکي مشرانو ترمنځ د ګټو د اختلاف ښودنه هم کوي. پوځي قومندانان له ۲۰۱۴ وروسته په داسي حال کې د افغان امنیتي ځواکونو پر روزلو او مشوره ورکولو د تمرکز ملاتړ کوي، چې ډېر عسکر د جګړې په میدانونو کې ځای پرځای وي.

خو په واشنګټن کې سیاسي مشران او د ناټو د نورو هیوادونو ملکي مشران د لږ شمېر پوځیانو د پرېښودو په داسي حال کې ملاتړ کوي چې د هغو ماموریت یوازې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لویو اډو کې محدود وي.

د ناټو یوه جګپوړي دیپلومات وویل: په افغانستان کې د ناټو هر راز پوځي حضور له هغې څلور ملیارده او سل ملیون ډالره مرستې او د هغې په حساب ورکولو پوري تړلی دی چې د ناټو غړي هیوادونه یې هر کال افغانستان ته ورکوي.

د ده په وینا په افغانستان کې د دغو مرستو د مصرف د څارلو لپاره کافي شمېر پوځي اداره چیانو ته اړتیا ده.

د ناټو د پوځي او ملکي چارواکو په وینا، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، دا تړون په افغانستان کې له اتو زرو تر دوولس زرو پوځیانو پر پرېښودو سلا شوی خو دا پلان د افغانستان او امریکا ترمنځ له امنیتي تړون سره تړلی دی.

د ناټو چارواکي وايي چې ښايي د امنیتي موافقې پر سر د نه موافقې په صورت کې ښايي هیڅ امریکايي پوځي په افغانستان کې پاتې نه شي.

د ناټو او امریکا چارواکي خوشبینه دي چې افغانستان به امنیتي موافقه ومني ځکه چې د افغانستان حکومت د نړیوالو ملیاردونو ډالرو مرستې ته ځان محتاج بولي.

ناټو تړون مخکې غوښتل چې له ۲۰۱۴ وروسته نسبتاً زیات پوځیان په افغانستان کې پرېږدي خو د دې تړون د پوځي او ملکي مشرانو د وروستیو خبرو په نتیجه کې پرېکړه شوې چې د دوی پوځي کارکوونکي دې یوازې د افغانستان په دفاع او کورنیو چارو وزارت کې پاتې شي.

همداراز پینتاګون غواړي چې یو شمېر کومانډو ځواکونه یې له تروریزم سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې موجود وي. د دوی د کومانډو ځواکونو عملیات به یا یو اړخیز او یا هم له افغان امنیتي ځواکونو سره ګډ ترسره کېږي.

One thought on “ناټو په افغانستان کې خپل رول تر مخکیني پلان زیات محدودوي”
  1. we the people of Afghanistan are hopeless and disappointed, only Allah ‘j’ can help us out of our miseries. So far humans have let us down. Everyone did what he/she could do to plunder this country and hurt its people. The irony is that no one would realize that he or she has done anytnig wrong. Let’s remember that there will be the absolute and the ultimate justice by the Almighty, no one will be able to evade it or avoide it.
    قول الله تعالى: {فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ (7) وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ} [الزلزلة: 7، 8](1).

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *