تاند- په اروپا کې د ناټو د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان وايي، د ناټو او ايتلاف ځواکونه د دې لپاره په افغانستان کې مېشت دي چې اطمینان نه لري چې تروریستان به بیا له افغانستانه د نورو هیوادونو پر ضد کار نه اخلي.

کیرتیس سکاپاروتي د افغانستان د سفر په لړ کې وویل«د ناټو ځواکونه د دې لپاره په افغانستان کې حضور لري چې د تروریستانو د مخنیوي په برخه کې ډاډ ترلاسه شي.»

سکاپاروتي د افغانستان د سفر په ترڅ کې په دغه هیواد کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له قوماندان، د افغان ځواکونو له روزونکو قوماندانانو او سلاکارانو سره ولیدل او د غوڅ ملاتړ ماموریت د لومړیتوبونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

قوماندان سکاپاروتي وویل، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پرمختګونه چې د ناټو د هلوځلو ښکارندويي کوي، هیله بخښونکي دي.

ده تاکید وکاوه«موږ باید دا ډاډ ترلاسه کړو چې ترهګر بیا له افغانستانه د خوندي پناهځای په توګه کار نه شي اخیستلی او دا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره زموږ د ژمنې دلیل دی.»

حاضردمه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ناټو ۱۳۰۰۰ پوځیان لري چې لویه برخه یې؛ یعني ۸۴۰۰ امریکایان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *