د ناټو تر مشرۍ لاندې ايساف ځواکونو نن د طالبانو له خوا په لوګر کې د اتو کارګرانو وژنه وغندله.  دغه مزدوران پرون  کار ته روان وو چې د وسلوالو طالبانو له خوا ووژل شول.

ايساف ځواکونو دغه پېښه په کلکه غندلې  ده او ويلي يې دي، دغه کارګران په زوره له موټره د طالبانو له خوا کښته شوي بيا وژل شوي دي.

 دغو مزدورانو د لوګر په مرکز پل علم کې د ايساف ځواکونو په يوه پوځي اډه کې کار کاوه.

 ايساف دغه پېښه وحشتناکه بللې ده او ژمنه يې کړې چې د افغانستان له ثبات سره به پر خپله ژمنه ټينګ ولاړ وي.

په دې وروستيو کې د لوګر له زياتو برخو د ناامنيو راپورونه ورکول کېږي. د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې له څو مياشتو راهيسې طالبانو محاصره کړي دي.

3 thoughts on “ناټو په لوګر کې د اتو مزدورانو وژنه په کلکه وغندله”
  1. ډېره د تآسف خبره ده. دا د جهل زامن دې الله تباه کړي. موږ خو یې نور تباه کړلو!

  2. الله ج د دی حادثی شهیدانو ته د فردوس جنت نصیب کړی او د هغوی کورنیو ته د جمیل صبر ورکړی. ډیر خواشنونکی خبر دی . په 21 پیړۍ کی د جهل او تورتم ډله داسی جنایتونه سرته رسوی لکه چی د 13 پيړۍ د چنګیز او د 19 پيړۍ د انګریز او د 20 پيړۍ د وحشت ګوند جنګیالیو لاریی تعقیب کړی وی . الله ج متقم دی او هغوی چی دا وحشت او جنایت یی سرته رسولی دی ، په دنیا او اخرت کی به دی کړنو ته ځواب ووایی. انسان اشرف المخلوقات دی او د هغه ژوند یو الهی نعمت دی . څوک چی یو بیګناه او مظلوم انسان بی د کومی محکمی اوشرعی حکم نه پرته په قتل ورسوی ، لکه ټول بشریت یی چی قتل کړی وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *