تاند- د ناټو په مشرۍ ځواکونه، چې له ۱۷ کلونو راهیسې په افغانستان کې مېشت دي، اوس غواړي چې خپل موقتي استوګنځایونه پر دایمي هغو بدل کړي.

د امریکا د سټار انډ سټرایپس ورځپاڼې د راپور له مخې، د ناټو چارواکو وویل چې تېره اوونۍ په کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموریت لپاره د قوماندې او کنټرول د یوه ستر مرکز د ودانۍ قرارداد وشو.

د سږکال په جون میاشت کې د ناټو ځینو پوځیانو وویل چې د پلان شوې درې پوړیزې ودانۍ د جوړېدو له کبله به سلګونه پوځیان او سلاکاران مجبوره شي چې بل ځای لاړ شي. هغوی اوس په کابل کې د ناټو په موقتي استوګنځایونو کې اوسي.

د ودانیو نوی کمپلیکس به ۱۲۰۰۰۰ فوټ مربع لوی وي.

د ناټو له لوري د شوي قرارداد د سند له مخې، په دې کمپلیکس یا د ودانیو ټولکه کې به د څه باندې ۸۰۰ تنو لپاره د کار ځایونه وي.

دا کمپلیکس به د الوتکو د سپرلیو لپاره دایمي ترمینل او د هیلي کوپترو د ناستځای تر څنګ به د کنټرول برج هم لري.

دې مرکز ته هیلي کوپترونه زیاتې راځي او له همدې کبله په ځلونو ترمیم شوی خو دایمي ناستځای (هیلي پډ) ورته نه و جوړ شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *