تاند- په ننګرهار ولایت کې د ناټو هوايي ځواک په بمبارۍ کې سهواً پنځه افغان پولیس ووژل او دوه نور ژوبل کړل.

د راپورونو له مخې خاص افغان امنیتي ځواکونه تېره شپه د پولیسو په یوه پوسته کې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل ول چې د ناټو د هوايي ځواک د ملاتړ غوښتنه یې وکړه.

یوې امریکايي څرخکې د افغان ځواکونو په غوښتنه بمباري وکړه خو بمونه یې د طالبانو پر ځای پر افغان پولیسو واچول.

د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو یوه ویندوی بریان ګېټووډ پېښه تایید کړه، ویې ویل چې په بمبارۍ کې پنځه افغان پولیس وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا احمدزي هم پېښه تایید کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *