تاند، شنبه، د دلوې ۲۶مه: د ناټو سرمنشي یانس سټولټنبرګ وايي، که طالبان تاوتریخوالی را کم کړي او سولې ته رښتینې ژمنتیا ښکاره کړي دوی چمتو دي چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړي.
ښاغلي سټولټنبرګ د جرمني د مونیخ کنفرانس په څنډه کې خبریالانو ته ویلي، ناټو سازمان دا مهال په افغانستان کې ۱۶ زره سرتېري لري، خو په وینا یې دا شمېر راکمولی هم شي: (( که طالبان له تاوتریخوالي ډک بریدونه راکم کړي او سولې ته په رښتیني ډول ژمنتیا وښيي، موږ د خپلو ځواکونو د شمېر تنظیمولو ته چمتو یوو.))
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او امریکایانو په دوحه کې هوکړه کړې چې د فبرورۍ له ۲۲مې نېټې څخه به تر ۲۸مې پورې یو پر بل بریدونه راکموي او که دا پروسه بریالۍ وه نو ورپسې جوخت به د سولې تړون لاسلیکېږي.