تېره شپه نا پیژنده وسله والو کسانو د میدان وردګو ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې یو قومي مشر ملک حسن پخپل کور کې په ډزو سره ټپي کړ.

د معلوماتو له مخې ملک حسن چې په سیمه کې له مخورو کسانو څخه وو،تېره شپه یوولس بجې په کور یې د نامعلومو وسله والو کسانو له لورې برید شوی،چې نوموړي مقاومت  وکړ،چې په ترڅ کې یاد قومي مشر ټپي شو.

ملک حسن چې د خپلې کورنۍ له لورې د درملنې په موخه مرکز کابل ته لیږدول شوی دی،کومه دولتي دنده یې نه درلوده.

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی په یاد قومي مشر د ترسره شوي برید له امله خپله خواشیني څرګنده کړې او نوموړی ته یې د الله پاک له درباره د بېړنۍ روغتیا هیله کړې .

په درنښت

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *