تاند- ناپېژندویو وسله والو کسانو پرون ماسپښین په زابل ولایت کې د کابل – کندهار په لویه لاره کې ۳۰ تنه هزاره توکمه مسافر له یوه بسه کښته کړل او نامعلوم لور ته یې په مخه کړل.

دا پېښه په شاه جوۍ ولسوالۍ کې شوې. د شاه جوۍ ولسوال عبدالخالق ایوبي وویل چې د مسافرو د خلاصون لپاره هلې ځلې روانې دي.

تراوسه پوري هیڅ ډلې د دغو دېرش تنو د برمته کولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د زابل د والي محمد اشرف له قوله ویلي چې په تښتول شویو کسانو کې ممکن دولتي مامورین هم شامل وي.

والي وویل چې دا کسان ښايي له دوو بسونو کښته کړای شوي وي.

په تېرو ۱۳ کلونو کې طالبانو له هزاره ګانو سره هیڅ راز کار نه دی لرلی، حتي هزاره ګان یې په دې هم نه دي ځورولي چې ولي په پولیسو، اردو او دولتي ادارو کې کار کوي. همداراز یې د هغوی په سیمو کې د پرمختیايي چارو او تعلیم مخه نه ده نیولې. په دې خاطر وېره ده چې دا پېښه به د داعش په نوم له نوې پدیدې سره تړاو لري چې له شیعه ګانو سره سخته دښمني پالي او ویل کېږي چې په افغانستان کې یې د ظهور یوه اصلي انګېزه دا ده چې جنګ ته مذهبي رنګ ورکړي.

د زابل ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې هم دې ته اشاره شوې چې داعش په وروستیو کې د زابل په ځینو برخو کې فعالیت پیل کړی دی او څو ورځې وړاندې د شاه جوۍ ولسوالۍ امنیتي ځواکونو ۱۵۰ میله راز راز وسلې، چې داعش ډلې ته ورروانې وې، ونیولې.

4 thoughts on “ناپېژاندو وسله والو ۳۰ تنه هزاره مسافر له یوه بسه برمته کړل”
  1. محترمولوستونکوتهدزړه له کومیسلامونه، دليکنی په پاي کی ليکل سوی (چي راز راز وسلي چي دا عش ته ورروانی وی )دکوم لوری دچا په سرمايه دچا په رهنمايي داخو هوايي مرغان ندی البته دپنجاب دخاين اودروغجن حکومت له لوری چی هيڅکله به دوی په خپلو خبرو کی صادق ونه اوسی،البته دطالب ګروپونه په داعش بدلوی اوبس اوناری دسولی وهی.

  2. محترمولوستونکوته دزړه له کومی سلامونه، دليکنی په پاي کی ليکل سوی (چي راز راز وسلي چي دا عش ته ورروانی وی )دکوم لوری دچا په سرمايه دچا په رهنمايي داخو هوايي مرغان ندی البته دپنجاب دخاين اودروغجن حکومت له لوری چی هيڅکله به دوی په خپلو خبرو کی صادق ونه اوسی،البته دطالب ګروپونه په داعش بدلوی اوبس اوناری دسولی وهی.

  3. دوستانو هري لوبي ته به دقت اوغور سره كتل بكاردي .صرف دواقعي بيشيدل، او د رسانو له لاري خبريدل كأفي نه دي دايو ابراتيفي او دقضاياوو دشروع او دامنيتي اوركانو نو بيدارول دي .
    ١-خنكه كيدي شي جه زابل دداعش دحلا قأتو لمري مركز او منبع دبعدي جناياتو تأكل كيزي .
    ٢-تقريباء دتير شوي كال به جريان كي درسانو له لاري داسي خبر خبور شو جه ذابل ولايت به مر بو طاتو كي هليكوبتر دسلاح او مهماتو دشكته كيدو به وخت دطالبانو ديو مركز به مر بو طأ تو كي ليدل شوي
    -دداعش او ددوي فأميليو دراتلو او خاي به خاي كيدو او منطقي ته دنورو خلكو به ورتك رابور ونه هم خباره شوه. ا٣-
    ٤-اوس د30 نفرو دسرويسو خخه شكته كيدل هم دذابل به مر بو يأتو كي خبريزي
    ٥-كه قبلي طر حه شوي موضوع نه وي :نو خنكه كيداشي جه تول ديو قوم،تول بيا يو خاي،او تول بيا به دوه موترو كي.،او تول بيا به يوه ورخ.دلاري به اوزدو كي لاره نيول كيزي همدوي كشته كيزي او لا دركه كيزي. او مسوليت ءي هم خوك به غاره نه اخلي .
    عزت مند ريس صاحب جمهور ؟
    دكاسي لاندي نيم كأسه ده!
    بخشنه غوارم ديو استخباراتي كار بوه به تو كه ستا داولي ورخي دكاميابي به ورخو كي درته دهمدي تاند له لاري ما ليكلي وه جه امنيت ملي به خبل لاس كي ونيسه ،
    ملي امنيت ستا ستركي،غوزونه،اوستا زبه او دكار دبيهبود لأسونه دي.ه.
    مكر هيخ توجوه دي ونه كره.
    اوس هم سر وخت دي لاس به كارشه او به هر جا اعتماد مه كوه.دوستان دي كم مكر دشمنان دي ديردي.
    دا دشمنان اول ستا خارجي او بيا داخلي دي.
    لند او واضح درته وايم ستا استخبارات خارجيانو به لاس كي نيولي بياهم تكراروم جه اول رابور ءي خارجيانو او بياستادي
    تول أمور ات دخارجيانو له خوا خاد ته وركول كيزي اوستا مفكوره بلي خواته أروي .
    ديو بي طرفه استخباراتي كار بوه به توكه مي خبل مسوليت رفع او نور اختيار دستا دي
    بيا به لاس تكوي او موقع به درخخه تيروي.
    دداعش به هكله هم دامنيت دولتي بس ماند كي او بي خبري به ستركو ليدل كيزي .
    بياهم وايم جه ملي امنيت تر خبل كنترول لاندي ونيسه او خبل اعتمادي نفر ورته معرفي كره
    جنرال حبيب الله جلالزوي دهالند خخه
    وطن بيا به سرو وينو مه بدلوي

  4. به ديره بخشني سره يو خه جه مهم او ما هير كري وه غوارم دبورتني خبلي ليكني بأندي أظافه كرم.
    ١ – دي كه شك نه شته جه ته متفكر او هر خه علمي طرحه كوي.مكر استخبارات علم نه بلكه يو صنعت او تكتيك دي .
    ٢-دا درته ووايم به هر دولت كي جه تغيرات راخي اول شخص بأندي جه دلري كولو تصميم نيول كيزي هغه أركان امنيت او به دوهم قدم كي وزارت دفاع او وزارت داخله دي.
    ٣-ستا ريس خاد ،دجناب كرزي نفر دي نه دستا اونه دوطن .
    ٣-داجه خاد دخبلو لاس را ورونو نتيجه ولري اول ءي خارجيانو اوبيا كرزي ته بيا جه كه خارجيانو اجازه وركره به دريم لاس كي تاته رسيزي.
    ٤- حتي ستا خخه عبدالله ته هم زر رسيزي جه هغه دوهم لوربوري شخص به امنيت كي لري .
    ٥-اشرف غني تا خخه سوال كوم جه ستا دخبل رريس دامنيت سوابق مطالعه كري اوكه نه كه جواب نه وي ولي
    ٦-مهم سوال دادي جه ستا ريس دامنيت دخدمت به خومره وخت كي دي مقام ته دكرزي به وخت كي ورسيد٥ درحاليكه جه هغه وخت دي كاملاء يو غيري مسلكي شخص وو.
    ٧-داهم فكر وكره جه ده كوجني والي جيري تير كري او جيري درسو نه به مخ بوولي . ايا دي به يو استخدام شوي انسان نه وي .
    ٨-دده كوجني والي زوند دكوم خاي شروع او جيرته ختميزي .بايد ديو ريس جمهور به توكه كاملاء معلومات ولري.

    ٩/دداعش به هكله هم بايد أظافه كرم جه يوه ورخ مخكي دوسلو دك مؤتر دسلاح او مهماتو جه داعش ته ءي رسول هم به زابل كي ونيول شوو.
    داوه بعدي نوته .
    جنرال حبيب الله جلالزوي دهالند خخه .٨

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *