په تاریخ کې ځينې داسې پېښې شوي چې د یوه هېواد، سیمې او حتی د نړۍ په حالاتو کې یې بشپړ تغیر رامنځته کړی وي.

    زیاتره پېښې قصدي او پلان شوي وي، لکه څنګه چې د امریکا یوه پخواني ولسمشر روزولټ ویلي: هېڅ شی په ناڅاپي ډول نه پېښېږي، که پېښ هم شي هغه به په همدې ډول پلان شوي وي. دې قصدي او پلان شوو پېښو ته له مخکې څخه ستر پلانونه نیول شوي وي، چې کېدای شي، ډېرې خواوې یې په پلان کې ښکېلې وي او غواړي په قصدي ډول د ځان په ګټه هغه څه رامنځته کړي، چې دوی یې غواړي، لکه د لومړۍ نړېوالې جګړې رامنځته کېدل. دا جګړه ناڅاپي نه وه؛ ځکه چې زیاترو ښکېلو هېوادونو د جګړې له پیلېدو پخوا همداسې حالات رامنځته کړي ول، چې جګړه باید پېښه شي، د جګړې لپاره د هېوادونو ترمنځ تړونونه او اړیکې نیول شوې وې او تر دې چې د جګړې لپاره جګړه ایز پلانونه هم له مخکې څخه جوړ شوي وه. دا چې جګړه د سربیا لخوا د اسټریا د شهزاده او مېرمنې د وژل کېدو وروسته پیل شوه، دا هم یوه ناڅاپي پېښه نه وه؛ ځکه چې دغه وژنه د روسيې په اشاره او غوښتنه شوې وه او همدا قصدي پېښه د جګړې پیلامه شوه.

    ځینې پېښې داسې وي، چې پېښېدل یې ناڅاپي او غیر متوقع وي. هېچا یې مخکې په اړه فکر نه وي کړی، چې داسې به وشي. دلته دوه داسې ناڅاپي پېښې ذکر کوو، چې د هېواد په تاریخ یې ستر اغېز درلودلی دی.

     کله چې د تېمور شاه زوی شاه محمود د دویم ځل لپاره د کابل حکمران وه،  ورور یې حاجي فیروزالدین چې یو بې کفایته او سست سړی وه، د هرات والي وه، په همدې وخت کې ایران د هرات په غوریانو حمله وکړه او کلا یې ونیوله. شاه محمود خپل پوه او هوښيار وزیر فتح خان ور ولېږه، چې د غوریانو کلا له ایرانیانو ونیسي او ورپسې حاجي فیروزالدین له واکه ګوښه کړي. وزیر فتح خان له خپلو څو ورونو سره – چې دوست محمد خان هم په کې شامل وه – هرات ته ورسېد، هغه لومړی حاجي فیروزالدین له واکه ګوښه کول غوښتل، ورونو یې په هغه حمله وکړه او ویې نیوه. دوست محمد خان د حاجي فیروزالدین د حرم ګاڼې لوټ کړې او د هغوی بې عزتي یې وکړه. وزیر فتخ خان، دوست محمد خان کشمیر ته خپل بل ورور عظیم خان ته ولېږه. په جګړه کې ځینې کسان ټپيان هم شول، چې یو په کې د شاه محمود زوم وه، هغه وروسته د ټپ له امله مړ شو. دې کار شاه محمود او زوی یې (کامران، چې له مخکې څخه یې د فتح خان له نفوذ نه وېره درلوده) سخت په قهر کړل. شاه محمود خپل زوی له ځانه مخکې ولېږه، هغه هرات ته ورسېد او پلار یې چې لا په کندهار کې وه، هغه وزیر فتح خان ړوند کړ. په دې سره د وزیر فتح خان ورونه راوپارېدل او د شاه محمود پر ضد یې جګړه پیل کړه، کندهاري او پېښوري ورونه یې د کشمیر د والي په مشرۍ سره یو ځای شول او شاه محمود یې له واکه لرې کړ، چې په دې سره د سدوزیو د نیمې پېړۍ څخه د زیاتې واکمنۍ دوره پای ته ورسېده او بارکزي (محمدزي) کورنۍ واک تر لاسه کړ او دا یو ستر تغیر وه، چې د دوست محمد خان له دې ناڅآپي او غیر متوقع کار په پایله کې رامنځته شو.

    بله پېښه. امیر شېر علي خان باندې د خپلو ټولو زامنو نه خپل کوچنی زوی عبدالله جان ډېر ګرا ن وه او د مرحوم سید قاسم ریښتیا د کتاب له مخي، وجه یې دا وه، چې د عبدالله جان د مور عایشې بیګم سره یې د نورو مېرمنو نه ډېره مینه درلوده. امیر د هغه د ولیعهدی لپاره د هند د فرنګي دولت نه څو وارې غوښتنه وکړه، چې ولیعهدي یې تائید کړي؛ خو فرنګيانو یې هر وخت غوښتنه رد کړې وه، اخر مجبور شو، چې د هغوی د ملاتړ پرته د زوی د ولیعهدی جشن جوړ کړي او هغه ولیعهد اعلان کړي.

    انګرېزانو د امیر نه غوښتل، چې په خپل هېواد کې باید یو انګلیسي نژاده نماینده ومني؛ خو امیر یې د پلار په شان دا غوښتنه هر وخت ردوله. د هند نوي وایسرا لارډ لیټن په ظاهره همدا بهانه ونیوله او امیر ته یې د تهدیده یو ډک لیک ور واستوه، که دا غوښتنه ونه مني؛ نو په افغانستان به حمله وکړي، د لیک د ځواب لپاره یې لس ورځې مهلت ټاکلی وه.

    د دې لیک د رالېږلو نه وړاندې د امیر ولیعهد عبدالله جان مړ شوی او امیر څلوېښت ورځې ماتم اعلان کړی وه، امیر ډېر خفه وه. هغه د انګریز د نماینده راتګ په سرحد کې ځنډولی وه، چې دې کار انګرېزان نور هم په قهر کړل او پرېکړه یې وکړه، چې په افغانستان باید یرغل وکړي. هغوی له دریو لارو نه یرغل پیل کړ او افغانستان ته راننوتل. امیر د لومړي افغان-انګلیس جګړې برعکس ښه مجهز فوځ او وسله درلوده؛ خو د انګرېز پر وړاندې د جګړې د اعلان پر ځای مزار ته روان شو، تر څو د روسیې نه مرسته وغواړي؛ خو امیر له ډېره غمه هملته مړ شو.

     د عبدالله جان ناڅاپي مرګ که نه وای پېښ شوی، کېدای شي، چې حالات په هغه ډول نه وای، په کوم ډول چې پېښ شول. امیر له ډېره غمه مړ شو، انګرېزانو یرغل وکړ، ماته یې خوړه، امیر یعقوب خان د ګندمګ شرمناکه تړون لاسلیک کړ، هغه لرې شو او واک امیر عبدالرحمن خان ترلاسه کړ او امیر بیا د ډیورنډ تړون وکړ…

    تاریخ پوهان تر اوسه په دې نه دي بریالي شوي، چې د ناڅاپي پېښو علت معلوم کړي، چې دا پېښې ولې پېښېږي او په پایله کې یې ولې ستر تغیرات رامنځته کیږي.

    د تاریخ د اصلي محرک په اړه هم جلا نظریات وړاندې شوي دي. د دین له نظره د تاریخ اصلي محرک الهي مشیت یا  (providence) دی .( هغه څه چې په اړه یې خدای تعالی له پخوا څخه علم درلوده او اراده یې کړې وه) او کېدای شي، چې د ناڅاپي پېښو په اړه هم همدا دیني نظریه ومنل شي.

زاهدخلیلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *