د افغانستان د کرکت باره کې په انګليسي ليکل شوی کتاب (ناڅرګند دهلېز) په  ۱۵۲  مخونو  کې  مازيګر کتاب پلورځي د ۱۰۰۰ ټوکو په شمير چاپ کړ.

دا کتاب موږ ته کيسه کوي چې کرکټ څنګه يو ټوټه شوی هېواد سره یوځای کړ.

د کتاب ليکوال هندي الاصله امريکايي  نهار سوتار دی او ښاغلي طارق نجيب پښتو ته ژباړلی.

په کتاب کې د افغانستان کورنۍ جګړې، د مهاجرت ژوند، د سولې خوب،  د طالبانو حقيقت،  يو ناڅاپي قسمت او د نړيوال جام په لوری د افغان   ملي لوبډلې تګ ښودل شوی دی.

دا کتاب لس څپرکي لري، چې هر څپرکی يې په خپله يوه ځانګړې کيسه ده او په مجموع کې ټول څپرکي  د افغانستان د حالاتو او د کرکټ د پرمختګ  په اړه   خوندور داستان بيانوي..

تاسې کولای شئ  دا  په زړه پورې کتاب  له مازيګر کتاب پلورځي واخلئ!

ځواب دلته پرېږدئ